طالبانو د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار او خپل احتجاج لیک ور سپارلی

طرز پرس

5 جدی 1403

170817562 (1).jpg

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن له غرمې وروسته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جنګي الوتکو د بمبارد له کبله ورته د خپل شدید احتجاج‌لیک سپارلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د افغانستان حریم نقضول او د ملکي وګړو وژل کېدل د ځانگړو پاکستاني کړیو له خوا د اسلام آباد او کابل تر منځ اړیکو کې د بې‌باورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده.

خبرپاڼه زیاتوي: « اسلامي امارت چې د زبرځواکونو پرخلاف د هېواد د دفاع لپاره د اوږدې مبارزې مخېينه لري، په هېڅ صورت ورته د هېواد د حريم نقض د منلو نه دی.»

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند حفیظ ضیا احمد ویلي چې د پاکستاني پوځ تېری وغندل شو او پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه طالبانو لپاره «سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.»

پاکستاني رسنیو پوځ ته نږدې سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د دې هوايي بریدونو هدف د پاکستاني طالبانو د سرحدي پټنځایونو په نښه کول وو. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني طالبانو په تېرو میاشتو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي او اسلام‌اباد بیا افغان طالبان په دې تورن کړي چې د دې بریدونو په مخنیوي کې همکاري نه کوي.