" >

نړۍ

resizecom_89999999999.jpg

ایران پر وړاندې د اسرائیل د دویمې احتمالي حملې څپې

طرز پرس: د اسراییل چارواکو ویلي چې د ایران پر وړاندې د دوی مخکینی برید یوازې د ایران توغندیزو بریدونو ته په ځواب کې ترسره شوی او د لومړي وزیر پر کور د ډرون برید ځواب لا پاتې دی.
resizecom_مناظره.jpeg

ټرمپ او هریس ترمنځ نږدې سیالۍ؛ څوک به ټاکنې وګټي؟

طرز پرس: وروستۍ نظرپوښتنې ښیي چې د ډیموکرات ګوند ولسمشرۍ نوماندې او د امریکا اوسني مرستیالې کامالا هریس، او د جمهوري غوښتونکو نوماند دونالد ټرمپ ترمنځ سیالي خورا نږدې شوې ده. دا سیالي د نومبر د پنځمې ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې ترسره کيږي او هیڅ یو نوماند هم لا تر اوسه غوڅ اکثریت رایه نه دي ترلاسه کړي.
resizecom_c38f513c-bd7f-421e-a9f0-9f9ab949340c.jpg

کډوالۍ؛ د جمهوري غوښتونکو په ځانګړي تمرکز د امریکا د ټاکنو اصلي محور

طرز پرس: وروستي نظرپوښتنې ښیې چې کډوالۍ د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو یو له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کيږي، په ځانګړي توګه د جمهوري غوښتونکو رای ورکوونکو لپاره چې دې موضوع ته ډېر اهمیت ورکوي.
14030503-82ba223.jpg

په منځني ختیځ کې د هریس او ټرمپ د سیاستونو ارزونه: بدلونونه او اغیزې

طرز پرس: د منځيني ختیځ څېړنیز انستیتوت (MEI) له خوا په یوه راپور کې په منځيني ختيځ کې د امریکا د دوو مخکښو سیاستوالو، «کامالا هریس» او «ډونالډ ټرمپ»، سیاستونو له یو بل سره پرتله شوي دي. راپور هڅه کوي د دې دواړو شخصیتونو د پالیسۍ توپیرونه او ممکنه پایلې روښانه کړي. دا راپور وايي چې د منځني ختیځ په اړه د دوی لیدلوري به په راتلونکي کې د امریکا او سیمې اړیکو پر څرنګوالي اغېز ولري. هریس هڅه کوي چې د اوسني ولسمشر بایډن پر پالیسیو قدم کيږدي، په داسې حال کې چې ټرمپ غواړي خپله پخوانۍ تګلاره بیا عملي کړي.
resizecom_GaxgOIQXoAAdvcC.jpg

پر ایران د اسراییل برید: اسراییل رسماً تایید کړه او امریکا وویل، مداخله یې نه ده کړې

طرز پرس: اسراییل په رسمي ډول خبر ورکړ چې د ایران توغندیزو بریدونو ته په ځواب کې، په تهران کې یې یو شمېر ټاکل شوي نظامي اهداف په نښه کړي دي. په ورته وخت کې، سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې په دې برید کې هیڅ مداخله نه لري.
resizecom_Gat8i7EaAAAf8Um.jpg

اولاف شولتز: اوکراین کې د سولې لپاره د نوي ډهلي له هڅو ملاتړ کوم

طرز پرس: د آلمان صدراعظم اولاف شولتز، چې تازه یې نوي ډهلي ته سفر کړی، ویلي چې په اوکراین کې د دوامدارې سولې د ټینګښت په برخه کې د هند له هڅو ملاتړ کوي.
resizecom_65836.webp

د اسراییل دفاع وزیر: ایران ته له ځواب وروسته به نړۍ زموږ زور او قدرت درک کړي

طرز پرس: تهران ته د تل ابیب د ځوابي برید په درشل کې، د اسراييل دفاع وزیر اعلان وکړ چې ایران ته له دغه ځوابي برید وروسته به نړۍ په دې پوهه شي چې د اسراييل ځواک او قدرت څه دی.
webRNS-Russia-Witnesses2-010919-427x240.jpg

پوتین: هڅه کوو په نړیوالو چارو کې د برېکس ځواک غښتلی او رول یې پراخه شي

طرز پرس: د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، اعلان کړی چې هېواد یې په نړیوالو چارو کې د برېکس د ځواک غښتي کېدو او د دې سازمان د رول پراخېدو لپاره هڅې کوي.
OIP (1).jpg

بلینکن: اسراییل باید ایران ته په ځوابي اقدام کې له احتیاط کار واخلي

طرز پرس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، وايي چې اسراییل باید د ایران د توغندیزو بریدونو په ځواب کې په بشپړ ډول له احتیاط څخه کار واخلي، ترڅو په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو مخنیوی وشي.
000_Nic6305789-400x250.jpg

د اسرائیل رسنۍ: تل‌ابیب غواړي د ایران د چارواکو کورونه په نښه کړي

اسرائیلي رسنیو اعلان کړی چې پر ایران د اسراييل د حملې پلان وروستۍ شوې او د ایران د لوړپوړو چارواکو د کورونو په نښه کول هم د دې پلان یوه برخه ده. د اسرائیل ۱۴ تلویزیوني شبکې، د سه شنبې په ورځ، د لړم په لومړي نېټې، په یوه راپور کې لیکلي چې د ایران د چارواکو کورونه په نښه کول، ښايي د تهران لخوا د بنیامین نتانیاهو او د هغه د مېرمنې د ناکامه ترور هڅو ته په غبرګون کې ترسره شي.