ټرمپ خپل زیرک ساتونکی د امریکا د پټو خدماتو ادارې مشر وټاکه

طرز پرس

4 دلو 1403

Gh8FC3fWgAAsinD.jpg

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، خپل لوړپوړی او زیرک ساتونکی، شان کوران، د امریکا د پټو خدماتو د ادارې د نوي مشر په توګه معرفي کړی دی. کوران، چې ۲۳ کلنه تجربه لري، د ټرمپ په امنیتي سرویس کې یو مهم کس وو او په پنسیلوانیا کې پر ټرمپ د ناکام ترور په مخنیوي کې یې هم ښه نقش لوبولی دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د مرغومي درېیمه، په خپله ټولنیزه رسنۍ «تروث سوشال» کې د کوران د ټاکنې خبر ورکړ او هغه یې «یو ریښتینی وطنپال» کس وباله. د ټرمپ په وینا، کوران خپله زړورتیا د خپل ځان په قیمت ثابت کړی دی.

په همدې حال کې د پټو خدماتو ادارې مخکینۍ مشره، کیمبرلي چیتل، له خپلې دندې استعفا کړې ده. کانګرس هم پر ټرمپ ناکام برید، په تېرو لسیزو کې د پټو خدماتو د ادارې «تر ټولو ستره ناکامي» بللې وه. شان کوران اوس د دې ادارې د مشرتابه او د اعتبار د بیا احیا مسؤلیت په غاړه لري.