اف‌بي‌آی: چين د ويجاړوونکو تجهيزاتو په نصبولو د امريکا بنسټونه په نښه کړي دي

طرز پرس

24 جدی 1403

BN-XG552_3mrQ3_TOP_20180131181647.jpg

د اف‌بي‌آی سازمان د امريکا په بنسټیزو زیربناوو کې د چين لخوا د ویجاړوونکو تجهيزاتو د نصبولو له کبله اندیښنه ښوولې ده.

د اف‌بي‌آی مشر، کريستوفر، ويلي، د چين حکومت د امریکا په بنسټیزو زیربناوو کې داسې ویجاړوونکي تجهيزات نصب کړي چې په هدفمند ډول پلان شوي دي. نوموړي له سي‌بي‌اس خبري شبکې سره په يوه مرکه کې وويل چې دغه تجهيزات کولای شي د چين په خوښه په ټاکلي وخت او په ټاکلي ځای کې جدي ګډوډي رامنځته کړي.

کريستوفر زياته کړې ده چې چین خپل دغه پر مختللي ویجاړوونکي تجهیزات د امریکا د اوبو د تصفيې فابريکو، د ترانسپورت سيستمونه، برېښنايي شبکې، د طبيعي ګازو نل‌ليکو او د مخابراتي سيستمونو په برخو کې نصب کړي دي. نوموړي په دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي او د چين هېواد هم تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.