د نړیوالو ادارو چوپتیا او د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر وړاندې د اغېزمن غبرګون نشتون د افغانستان د بشري حقونو او مدني فعالانو لپاره یوه جدي اندېښنه ګرځېدلې ده. دغو فعالانو نن په اسلاماباد کې یوې خبري ناستې ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او نورو نړیوالو ادارو د لږې پاملرنې له امله نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه چې د دې حالت دوام به د یوې پراخې بشري ناورین لامل شي.
فعالانو ټینګار وکړ چې د اړوندو ادارو چوپتیا، حکومتونو ته دا فرصت ورکړی چې د اخلاقي او قانوني پایلو په اړه له اندېښنو پرته، د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کړي. دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندې شوې چې په ورستیو کې په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغان کډوال د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي. دغه کډوال د قانوني ملاتړ او بشردوستانه خدمتونو د نشتوالي له کبله سخت زیانمن شوي او د پاکستان د حکومت لخوا د تاوتریخوالي او امنیتي ګواښونو دوام، کولای شي نورې اندېښنې پیدا کړي.
ویناوالو په دې ناسته کې د افغان کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض وباله. دوی ټینګار وکړ چې دا کړنه، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په اړه، د ناورین پایلې لرلی شي. ښځینه کډوال د انساني قاچاق، جنسي تاوتریخوالي او بېسرپناهۍ له خطر سره مخ دي. بل پلو ماشومان له زدهکړې او روغتیايي خدمتونو بېبرخې پاتې دي او له رواني او بدني زیانونو سره مخ دي.
د دې ناستې په پای کې، د بشري حقونو فعالانو او د مدني ټولنې استازو د نړیوالو ادارو او د پاکستان له حکومته د بېړني اقداماتو غوښتنه وکړه. هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې څلور مهمې غوښتنې وړاندې کړې:
۱. د جبري شړلو سملاسي درول: د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو، د ایستلو کړنې سمدلاسه ودروي او خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.
۲. د UNHCR غبرګون: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري باید د بېړني اقداماتو له لارې د افغان کډوالو لپاره اړین حقوقي او ټولنیز ملاتړ برابر کړي.
۳. د بشردوستانه مرستو چمتو کول: د اغېزمنو شویو ډلو لپاره سرپناه، خواړه او روغتیايي خدمات برابرول او د کډوالو کړکېچ لپاره اوږدمهال حل لارې موندل.
۴. د بشري حقونو د فعالانو ملاتړ: د هغو فعالانو لپاره امنیت او ملاتړ چمتو کول چې په دې کړکېچ کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.
افغان کډوال په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نشتون یا د ویزې د تمدید لپاره د لګښتونو د ورکړې توان نهلرلو له کبله، له جدي ستونزو سره مخ دي. ډېری یې د ایستلو یا نیول کېدو له وېرې په لېرې سیمو یا غیرانساني شرایطو کې ژوند کوي. دا حالت په ځانګړې توګه د سپینږیرو، ناروغانو او بېسرپرسته کورنیو لپاره لا ډېر کړکېچن دی.
د دې ناستې ویناوالو ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره دې بشري کړکېچ ته جدي پاملرنه وکړي. هغوی خبرداری ورکړ چې د چوپتیا دوام، نه یوازې د زرګونو کډوالو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره پراخ امنیتي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کولی شي.
دغه ناسته، بشري حقونو ته د درناوي او د دې کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې همکارۍ پر اهمیت باندې پای ته ورسېده. د بشري حقونو فعالانو وویل چې افغان کډوال حق لري چې د نورو انسانانو په څېر له اساسي حقونو او باعزته ژوند برخمن وي.