
په تېرو څلورو میاشتو کې لږ تر لږه د شمالي کوریايي زر سرتېري د روسیې په خاوره کې د اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي. لوېدیځ چارواکي وایي چې له تېر اکتوبر میاشتې راهیسې، دغه ځواکونه د روسیې د کورسک په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه زر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بيبيسي د انګلیش برخې د راپور له مخې، د شمالي کوریا د ځواکونو تلفات، چې د روسي ځواکونو سره په جګړه کې برخه لري، د دغو ځواکونو شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي. په دې کې وژل شوي، ټپیان، ورک شوي او اسیران شامل دي. دغه ادعاوې ترهغه وروسته مطرح کیږي، چې لومړني راپورونه د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو شمېر لږ تر لږه ۱۱ زره تنه ښودلي و.
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي، وړاندې داسې انځورونه خپاره کړي و چې پر بنسټ یې د جګړې په کرښه کې د روسي ځواکونو لخوا د شمالي کوریا د ځواکونو د پټولو هڅه کیږي.