
ډونالډ ټرمپ د امریکا په کانګرس کې لوړه وکړه او په رسمي ډول یې خپل د ولسمشرۍ دویمه دوره پیل کړه. دا مراسم، چې د واشنګټن د سختې یخنۍ له کبله په پوښل شوې ځای کې ترسره شول، د کانګرس مشران، د ایلان ماسک په څېر مشهور شخصیتونه، د لویو ټکنالوژۍ شرکتونو مدیران او د امریکا پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی میرمنو پکې ګډون کړی وو.
د ښاغلي ټرمپ مرستیال جي ډي ونس، هم په دې مراسمو کې لوړه وکړه او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
د امريکايي رسنيو د رپوټونو پر بنسټ، ښاغلی ټرمپ پلان لري چې په خپل لومړۍ کاري ورځ کې تر ۲۰۰ پورې اجرائیوي فرمانونه او نوي اعلامیې لاسلیک او صادرې کړي. رسنیو دا اقدام د ښاغلي ټرمپ د نوي حکومت، بوخت او جنجالي پیل بللی دی.