
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی چې مسکو هېڅکله له واشنګټن سره د اړیکو پرېکون نه دی کړی او له ټرمپ سره د همکارۍ هرکلی کوي.
پوتین نن د جمعې په ورځ، د جنورۍ ۲۴مه، په خپلو تازه څرګندونو کې وویل: «موږ له ټرمپ سره فعالې اړیکې لرو او د هغه له دې نظر سره هم موافق یو چې د اوکراین جګړه د مخنیوي وړ وه.» هغه زیاته کړه چې غوره ده له ټرمپ سره له نږدې وګوري او دا یې د دوه اړخیزو موضوعاتو د څېړلو لپاره ګټور ګام وباله.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې پر پوتین سختې نیوکې وکړې او ګواښ یې وکړ چې پوتین یوازې دوه لارې لري: «یا په اوکراین کې بې مانا جګړه ودروي او یا د روسیې پر وړاندې لا زیات بندیزونو ته تیار شي.»
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا نن په خپلو خبرو کې د ټرمپ دې ګواښ ته هېڅ اشاره ونه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې غوره بولي له ښاغلي ټرمپ سره له نږدې خبرې وکړي.