مسکو - طرز پرس: روسیې یوځل بیا خبرداری ورکړ چې د دوی پر خاوره له امريکايي اوږد واټن ویشتونکو توغندیو سره هر ډول برید ته به سخت او دروند ځواب ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د سې شنبې په ورځ د لړم۲۹مه، په یوه خبري ناسته کې ويلي دي چې د احتمالي وضعیت په اړه یې اوکراین ته وار له مخه لازم خبرداری ورکړی دی.