د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د عدالت نړیوالې محکمې د هغې پرېکړې په اړه، چې د ده او د څو نورو اسرائیلي چارواکو د نیولو غوښتنه یې کړې، غبرګون وښود او وویل چې دا محکمه په سیاسي وسیله بدله شوې ده او اسرائیل به یې حکم ونه مني.
ښاغلي نتانیاهو د پنجشنبې په ورځ، د نومبر ۲۱مه، په دې اړه ټینګار وکړ چې هېڅ حکم نه شي کولی هغه له اسرائیل څخه د دفاع لپاره محکوم کړي. نوموړي وویل، چې دې محکمې بې بنسټه او ناسم تورونه لګولي او د حماس جرمونه یې له پامه غورځولي دي.
بنیامین نتانیاهو په خپل بیان کې همداراز وویل چې د عدالت نړیوالې محکمې دغه حکم له ځان څخه د دفاع په برخه کې د ډیموکراسۍ حق تر پښو لاندې کوي او اسرائیل به هېڅکله دا ډول حکمونه په رسمیت ونه پېژني.
د عدالت نړیوالې محکمې پرون اعلان وکړ چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، د دې هېواد د دفاع پخوانی وزیر او د حماس چارواکي باید ونیول شي. محکمې د دې پرېکړې دلیل د دغو جهتونو له لوري د درنو بشري جنایتونو ترسره کول بللي دي.