طرز پرس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو او کیف ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په ترڅ کې نن د خپل هېواد د هستوي ستراټیژۍ د نوي کولو طرحه تصویب کړه.
دا اقدام د امریکا متحده ایالاتو له خوا اوکراین ته د روسیې پر ضد د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازې ته په غبرګون کې ترسره شوی دی. کرملین خبرداری ورکړی چې د امریکایي توغندیو هر ډول برید ته به هستوي ځواب ور کړي.
د روسیې چارواکو نن ادعا وکړه چې اوکراین د امریکایي ستراټیژیکو توغندیو په کارولو د دې هېواد ژورې برخې په نښه کړې دي.
د روسیې رسنۍ د مسکو د چارواکو په حواله وایي چې دغه اوږده واټن ویشتونکي امریکایي توغندي د روسیې په لویدیځ کې د «بریانسک» په سیمه کې لګېدلي دي.
دا کړکېج هغه وخت زیات شو چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکراین ته د روسیې پر ضد د اوږده واټن ویشتونکو امریکایي توغندیو د کارولو اجازه ورکړه.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جو بایډن د دې اقدام په غبرګون کې د خپل هېواد د هستوي ستراتیژۍ د نوي کولو طرحه تصویب کړه.
تر اوسه پورې واشنګټن د مسکو د دې اقدام په اړه څه نه دي ویلي.