اوکراین - طرز پرس: د اوکراین ولسمشر په یوه خبري بیان کې د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې باور لري ټرمپ به د اوکراین جګړې ته ډېر ژر د پای ټکی کېږدي.
ولسمشر زېلنسکي د نومبر په ۱۶مه، د شنبې په ورځ په دې خبري بیان کې وویل چې د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر بریا وروسته، له هغه سره یې ټلیفوني اړیکه نیولې ده او د ښاغلي زېلنسکي په وینا، دغه اړیکه «ګټوره او رغوونکې» وه.
د اوکراین ولسمشر د دې اړیکې د جزییاتو په اړه څه ونه ویل، خو په خپلو خبرو کې یې څرګنده کړه چې هغه او ټرمپ د اوکراین د جګړې او سولې په اړه ګډ لېدلوري لري. زېلنسکي زیاته کړه: «ما له ټرمپ څخه داسې هیڅ نه دي اورېدلي چې د اوکراین د دریځ خلاف وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین په اړه خپل تازه بیان کې ویلي چې هغه ته سوله لومړیتوب لري او د اوکراین له لاسه د وتلو خاورو بیا واپس کول ورته لومړیتوب نه لري.