کیم جونګ اون امریکا د کړکېچ په زیاتولو تورنه او د اټومي جګړې د خطر په اړه یې خبرداری ورکړ

حامیه نادري

طرز پرس

4 قوس 1403

77777777777777.jpg

د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، امریکا د پیونګیانګ پر وړاندې د «ورانوونکو او دښمنانه» سیاستونو مسؤله وبلله او اعلان یې وکړ چې د اټومي جګړې د پیل خطر هیڅکله تر دې اندازې جدي نه و.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې کیم دغه څرګندونې د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۲مه نېټه، په پیونګیانګ کې د یوه پوځي پرېد څخه د لیدنې پرمهال وکړې.

دغه خبرې په داسې حال کې مطرح شوې چې لوېدیځ هېوادونه په پرله‌پسې ډول د شمالي کوریا او مسکو تر منځ د نږدېکېدو له امله نیوکې کوي. امریکا مخکې ادعا کړې وه چې شمالي کوریا له لس زره زیات نظامي ځواکونه د اوکراین جګړې کې د روسیې ملاتړ لپاره استولي دي.

کیم جونګ اون ټینګار کړی چې له واشنګټن سره د خبرو اترو هڅې یې بې‌پایلې پاتې شوي دي او امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې یو «تیری کوونکی» او «دښمنانه» سیاست مخ ته وړي. هغه همدارنګه د خپل هېواد د اټومي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره پر خپله اراده ټینګار کړی دی.

له دې سره، د سویلي کوریا استخباراتي ادارې راپور ورکړی چې پیونګیانګ روسیې ته پرمختللې پوځي وسلې ورکړي او امکان لري چې نور ځواکونه هم د اوکراین جګړې لپاره، روسیې ته واستوي.

کیم په تېره یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې د خپل هېواد د پوځي او اتومي وړتیاوو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کوي او د شمالي کوریا پوځ ته یې د یو ټولیزې جګړې لپاره د چمتووالي امر کړی دی.

دغه څرګندونې او اقدامات په داسې حال کې دي چې نړیواله ټولنه د پیونګیانګ او مسکو د پوځي اړیکو د پیاوړتیا او د هغو پایلو په اړه چې ښايي نړیوال ثبات ته زیان ورسوي، سختې اندېښنې لري.