لندن – طرز پرس: تر هغه وروسته چې امریکا لخوا اوکراین ته د روسیې پر ضد د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړل شوه، اوس په لندن کې چارواکي وايي چې اوکراین ته د ورته اجازې ورکولو په اړه کومه تبصره نه لري.
د بریتانیا دفاع وزیر ګرانټ شاپس د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۸مه، په یوه خبري بیان کې په دې اړه خبریالانو ته وویل: «موږ په دې اړه د ویلو لپاره څه نه لرو چې د روسیې پرضد زموږ د توغندیو د کارولو اجازې لپاره اوکراین ته شین څراغ وښیو.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تازه اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پرضد د امریکا اوږده واټن ویشتونکي توغندي وکاروي. امریکایي رسنۍ لکه رویټرز او اسوشیټډ پریس د بایډن له حکومته د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا جواز ورکړل شوی، خو تر اوسه سپینه ماڼۍ په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
له بلې خوا، د دې راپورونو خپرېدل د روسیې د چارواکو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي. کرملین ویلي چې اوکراین ته د داسې جواز ورکول بې له شکه د جګړې شدت او د دریمې نړیوالې جګړې د پیل جرقه ګڼل کېدای شي.
ویل کیږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه پرېکړه تر هغه وروسته کړې چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ملاتړ د شمالي کوریا ونډه را برڅېره شوه. د فرانسې چارواکو هم دغه موضوع ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې ښايي دوی هم اوکراین ته د روسیې پر ضد د برید لپاره د خپلو استراټژيکو وسلو د کارولو اجازه ورکړي.