په داسې حال کې چې د چین ولسمشر، شي جینپینګ، ټینګار کوي چې هېواد یې د نړیوالو ستونزو لپاره د ګډو ګټو حللارې لټوي، خو د بلومبرګ خبري شبکې په نننۍ ګډوډې نړۍ کې د چین له ننګونو پرده پورته کړې ده او لیکلي دي چې د چین نړیوالې اړیکې لا ډېرې کړکېچن او بېثباته شوې دي.
چین هڅه وکړه چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې طرحه وړاندې کړي او ځان د سولې د منځګړي په توګه وښيي، خو دغه طرحه ډېر ژر له پامه وغورځېده او د اوکراین وضعیت لا پسې خراب شو. د اوکراین لخوا د روسیې پر خاوره توغندیز بریدونه او د پوتین د اتومي ګواښونو دوام، د دغه بحران د زیاتېدونکې جديوالي نښې دي.
شمالي کوریا د چین له اصلي متحدینو څخه ده خو د روسیې د نظامي ملاتړ په برخه کې د سرتېرو په استولو سره د سولې په برخه کې د چین هڅې کمزورې کړي دي. اوس شمالي کوریا په پام کې لري چې نور سرتېري هم جګړې ته ولېږل شي، نو دا پرېکړه وضعیت لا پسې پیچلی کوي.
چین د امریکا او اروپايي اتحادیې له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دی. د امریکا راتلونکي احتمالي ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر چینایي توکو به نوي تعرفې وضع کړي. له بلې خوا، اوسنی ولسمشر جو بایډن د چین پر وړاندې د پرمختللو ټکنالوژیو، لکه نیمهموصلونو ته د لاسرسي محدودولو په برخه کې سخت سیاستونه پلي کړي، چې د چین پر اقتصاد یې لوی خنډونه جوړ کړي دي.
په کور دننه، چین د املاکو او شتمنیو بحران او د کرونا وبا له امله رامنځته شوي اقتصادي رکود له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. که څه هم د اقتصادي ښهوالي ځینې نښې لیدل کېږي، خو بل لور ته نړیوالې ننګونې کېدای شي دا پرمختګ زیانمن کړي.
شي جینپینګ، چې په نړیوالو غونډو کې له ګډون وروسته بېرته بیجینګ ته راستون شوی، اوس د نړیوالو او کورنیو بحرانونو له یو لړ پېچلو ننګونو سره مخ دی. پر دغو ننګونو له بریالیتوب یا ناکامۍ سره به د چین راتلونکی دریځ په نړیواله کچه بنسټیزې اغېزې ولري.