رپوټونه

af232aef-c223-424f-8ae1-7c1234dd1f11.jpg

په ژنو کې د عدالت غږ؛ د افغانو ښځو د حقونو اعادې لپاره نړیواله اجماع

د جنسیتي عدالت او حساب ورکونې تر عنوان لاندې کنفرانس د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې د افغانستان لپاره د ښځو د د یوې مجمع په کوربتوب او د اسپانیا او چیلي هېوادونو په همکارۍ ترسره شوه.
GdTxK1bXkAAPzRE.jpg

پاکستان کې سیاسي کړکېچ؛ نظامي حکومت پر وړاندې د عمران خان پلویان

مظاهره کوونکي د عمران خان او نورو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي. هغوی همدارنګه د اساسي قانون د نوې اصلاحیې د لغوه کېدو غوښتونکي دي چې د لوړو محکمو د قاضیانو په ټاکنه کې د حکومت واک ډېر کړی دی. پر دې سربېره، د عمران خان پلویان وروستي ټاکنې ناعادلانه ګڼي او د آزادو او رڼو ټاکنو غوښتنه کوي.
OIP (2).jpg

یونما د طالبانو سیاستونه د ښځو د ژوند د ټولو اړخونو د خرابېدو عامل وبلل

د بخښنې نړیوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یونما) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښمنونکي راپورونه خپاره کړي دي. دې بنسټونو د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو ته په اشارې سره ټینګار کړی.
Media-768x432.jpg

په تبعید کې افغان خبریالانو له ټرمپ څخه د دوحې تړون د لغوه کولو غوښتنه وکړه

په تبعید کې افغان خبریالانو، د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري دولت د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ اصلي عامل بللی او د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې غوښتي چې دا تړون لغوه کړي.
67680-1-1.png

د نومبر۲۵مه:؛ په افغانستان کې د ښځو ځپل شوی غږ

د نومبر۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرضد د مبارزې نړیواله ورځ، هغه فرصت دی چې نړۍ یو ځل بیا د ښځو نه ختمېدونکو ستونزو او ننګونو ته پام وکړي.
afghan-women-pakistan-protest.jpg

د طالبانو یو چارواکی: د ملا هبت‌الله ځینې فرمانونه منطقي نه دي

برتانوي ورځپاڼې تلګراف په خپل تازه راپور کې د افغانو ښځو پر وړاندې د سختو سیاستونو په اړه د طالبانو د چارواکو ترمنځ له ژورو کورنیو اختلافاتو پرده پورته کړې ده. دې ورځپاڼې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې د طالبانو د مشر، ملا هبت‌الله اخوندزاده ځینې فرمانونه «منطقي» نه دي.
GettyImages-1414587177.jpg

ټرمپ ته معترضو ښځو له خوا پرانیستی لیک: د دوحې تړون لغوه کړئ

د افغانستان د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو بنسټونو په یو پرانیستي لیک کې د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په بیړه لغوه کړي.
afghan student.jpg

د ښوونيز نظام بدلون؛ د طالبانو د ایدئولوژۍ د تحمیل اسانه لار

د افغانستان ښوونیز نظام د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته، اوس د طالبانو د سخت دریځې ایدئولوژۍ د تحمیل لپاره په یوه وسیله بدله شوې ده. د بشري حقونو سازمان «رواداري» په خپل تازه راپور کې په مستند ډول ویلي چې طالبانو د افغانستان په ښوونیز او تعلیمي نظام کې پراخ بدلونونه او تعدیلات راوستي دي. د راپور له مخې، طالبانو د بشري حقونو، ټولنیزو علومو او مدني زده‌کړو په څېر مهم مضامین لرې کړي او پرځای یې خپل ځانګړې ایدئولوژۍ اړوند مضامین یې ځای پرځای کړي دي. 
00300303.jpg

افغان خبریالان په پاکستان کې له نا امنۍ او د بشرپالنې ویزې له اوږده انتظاره کړېږي

«ای‌بی‌سی نیوز» خپل تازه راپور کې د هغو افغان خبریالانو سختو شرایطو ته اشاره کړې چې د طالبانو د ګواښونو له کبله پاکستان ته پناه وړې دي. دغه خبریالان چې د بشرپالنې ویزې د ترلاسه کولو په هیله پاکستان ته تللي، اوس د لوړو لګښتونو، قانوني اسنادو نشتوالي او د شړلو له ګواښ سره مخ دي.
Congress.jpg

د امریکا کانګرس له افغان متحدینو څخه د ملاتړ لایحه تصویب کړه

د امریکا کانګرس «د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغان متحدینو د لېږد همغږي کوونکي دفتر قانون» (کی‌یر) په نوم یوه لایحه تصویب کړه. دا لایحه د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره جوړه شوې چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی دی.