په تبعید کې افغان خبریالانو له ټرمپ څخه د دوحې تړون د لغوه کولو غوښتنه وکړه

حامیه نادري

طرز پرس

7 قوس 1403

Media-768x432.jpg

په تبعید کې افغان خبریالانو، د دوحې تړون د افغانستان د جمهوري دولت د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ اصلي عامل بللی او د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې غوښتي چې دا تړون لغوه کړي.

دا اعلامیه چې د اروپا او شمالي امریکا په ګڼو هېوادونو کې مېشتو افغان خبریالانو لخوا خپور شوی، د ۲۰۰۱ کال څخه وروسته په افغانستان کې د رسنیو او د بیان ازادۍ د «تاریخي» پرمختګ او د دې هدف لپاره د امریکا د میلیونونو ډالرو لګښتونو ته اشاره کوي او ټینګار کوي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره، دا هرڅه له منځه تللي دي.

په دې اعلامیه کې طالبانو لخوا د افغان خبریالانو پر وړاندې د «زورزیاتي او ظلم» یادونه شوې: د طالبانو د واکمنۍ له پیله، تر اوسه، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۱۰۰۰ څخه ډېرې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې کې وژنې، نیونې او د فزیکي او لفظي ګواښونو پېښې شاملې دي. له ۴۰۰۰ څخه ډېر افغان خبریالان له هېواده وتلي دي، او یوازې له ۲۰۰۰ ښځینه خبریالانو څخه تر ۵۰ لږې ښځې په افغانستان کې د سختو ګواښونو لاندې خپل کار ته دوام ورکوي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې افغانستان په اوسني وخت کې د خبریالانو لپاره له پنځو «خطرناکو» هېوادونو څخه یو دی، او د بیان د ازادۍ لپاره جوړ شوي قانوني او اداري جوړښتونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

په تبعید کې افغان خبریالانو ټینګار کړی چې د ټرمپ لخوا د دوحې تړون لغوه کول به په افغانستان کې د خلکو لخوا د یوه «پراخ بنسټه حکومت» د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړي. په تبعید کې خبریالانو دا غوښتنه هم کړې چې د دې تړون د «جوړولو او پلي کولو» مسؤل کسان، چې د دوی په وینا، د طالبانو په ځواکمنېدو کې یې مرسته کړې، نړیوالو محکمو ته وړاندې شي.

د دوحې تړون چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، د افغانستان په تاریخ کې یو مهم پړاو و. دغه تړون د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره لار هواره کړه او طالبانو ته یې ځینې ژمنې، لکه له «ترهګریزو ډلو» سره د اړیکو پرېکون او د بین‌الافغاني خبرو اترو پیل، په غاړه واچولې. خو د ډېرو شنونکو په وینا، یوازې د امریکايي ځواکونو وتل عملي شوي او د بشري حقونو او مذاکراتو په برخو کې نورې ژمنې نه دي پوره شوې.