افغان خبریالان په پاکستان کې له نا امنۍ او د بشرپالنې ویزې له اوږده انتظاره کړېږي

حامیه نادري

طرز پرس

2 قوس 1403

00300303.jpg

«ای‌بی‌سی نیوز» خپل تازه راپور کې د هغو افغان خبریالانو سختو شرایطو ته اشاره کړې چې د طالبانو د ګواښونو له کبله پاکستان ته پناه وړې دي. دغه خبریالان چې د بشرپالنې ویزې د ترلاسه کولو په هیله پاکستان ته تللي، اوس د لوړو لګښتونو، قانوني اسنادو نشتوالي او د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د راپور له مخې، د کور کرایه، درملنه او ټرانسپورټي لګښتونه د ډېرو لپاره د وس څخه پورته دي او هغوی اکثر د کورنۍ مرستو یا لږ پاتې سپما پورې تړلي دي. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي نوې څپه پيل شوه، چې ډېری یې تېښتې ته اړ کړل. سره له دې چې دوی له افغانستانه تښتېدلي او ډېری یې په پاکستان او ایران کې میشت دي؛ خو لا هم د بېرته ستنېدو او ناامنۍ له وېرو سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې افغان خبریالان د اقتصادي ستونزو تر څنګ، د جلاوطني له رواني فشارونو او د بشرپالنې ویزې د اوږدې مودې انتظار سره هم لاس او ګرېوان دي. پاکستان، که څه هم د دوی لپاره لومړنی پناه ځای دی، خو دایمي او خوندي چاپېریال یې ورته نه دی برابر کړی.

په دې راپور کې ټینګار شوی چې لوېدیځ هېوادونه باید د بشرپالنې ویزو د ورکولو بهیر چټک کړي، ځکه دا خبریالان، چې د حقیقت د خپرولو لپاره یې خپل ژوند په خطر کې واچوه، اوس د نړیوالو ادارو د ورو پرېکړو په انتظار کې دي. د دې خبریالانو وضعیت د هغو پراخو ننګونو یوه بېلګه ده چې د افغانستان خبریالان یې د طالبانو د واکمنۍ او د هغې د پایلو په وړاندې تجربه کوي.