ټرمپ ته معترضو ښځو له خوا پرانیستی لیک: د دوحې تړون لغوه کړئ

حامیه نادري

طرز پرس

3 قوس 1403

GettyImages-1414587177.jpg

د افغانستان د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو بنسټونو په یو پرانیستي لیک کې د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په بیړه لغوه کړي.

دا لیک، چې د شنبې په ورځ، د لیندۍ په ۳مه خپور شوی، د افغانستان لپاره د دې تړون ناوړه پایلې په ګوته کړي دي. د لیک لیکوالان وايي چې «د ښځو او نجونو پراخ ځپل، مذهبي اقلیتونو او مدني فعالانو ته زیان رسول د دې تړون له کورني پایلو څخه دي.» همدارنګه، «د هدفي وژنو زیاتوالی، د کډوالۍ کړکېج او جبري بې‌ځایه کېدل، د رسنیو او خبریالانو کمزوري کول او د مخدره توکو تولید او قاچاق پراخېدل» د همدې هوکړې نور کورني زیانونه په توګه مطرح شوي دي.

په لیک کې د دې تړون سرحدونو څخه د باندې اغېزې هم روښانه شوي دي. فعالانو خبرداری ورکړی چې «دا تړون د نړیوال ترهګرۍ پیاوړي کېدو، سیمه‌ییز بې‌ثباتۍ، د پراخو کډوالیو د ګواښ او د پلان شویو جرمونو د زیاتوالي لامل ګرځېدلی دی.» دوی ټینګار کړی چې د «دوحې تړون دوام به طالبان لا پیاوړي کړي او نړیوال امنیت به کمزوری کړي.»

په لیک کې ټرمپ ته خطاب کې ویل شوي:
«ستاسو پرېکړه چې د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه د هغو ښځو او نجونو ملاتړ وکړئ چې د طالبانو تر ظلم لاندې ژوند کوي، د دې هېواد راتلونکی بدلولی شي. موږ له تاسو غواړو چې د خپل ځواک او نفوذ څخه په کار اخیستلو، دا تړون لغوه کړئ او د عدالت، آزادۍ او سولې لپاره هلې ځلې وکړئ.»

دوی همدارنګه نړیوالو محکمو ته د طالبانو د مشرانو سپارلو، د منتخب حکومت جوړېدو، د مدني بنسټونو او رسنیو د پیاوړي کولو، او پر طالبانو د پراخو ډیپلوماتیکو فشارونو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې یادونه شوې چې د دوحې تړون نه‌یوازې سولې او ثبات ته لاره هواره نه‌کړه، بلکې په افغانستان او سیمه کې یې د بحرانونو د زیاتوالي لامل شو. د لیک په وینا، د دې تړون دوام به یوازې هغه خطرناک رژیم پیاوړی کړي چې نه‌یوازې د افغانستان د خلکو حقوق، بلکې نړیوال امنیت هم ګواښي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو فعالانو په پرله‌پسې ډول د دوحې تړون د لغوه کولو غوښتنه کړې او د همدې تړون «د ناوړه پایلو» په اړه یې خبرداری ورکړی و.