پاکستان کې سیاسي کړکېچ؛ نظامي حکومت پر وړاندې د عمران خان پلویان

حامیه نادري

طرز پرس

8 قوس 1403

GdTxK1bXkAAPzRE.jpg

په اسلام‌آباد کې پراخې مظاهرې هغه وخت پیل شوې چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې دا مهال په زندان کې دی، له خپلو پلویانو وغوښتل چې د پارلمان ودانۍ مخې ته لاریون وکړي. دې غوښتنې پراخ غبرګونونه راوپارول، او د هغه زرګونه پلویان د سې شنبې په ورځ له امنیتي خنډونو د تېرېدو وروسته اسلام‌آباد ته وخوځېدل. د لاریون په اوږدو کې د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې هم رامنځته شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د حالاتو د کنټرول لپاره په اسلام‌آباد کې نظامي حکومت اعلان کړی او انټرنېټي خدمات یې پرې کړي دي. همدارنګه، ټولې مهمې لارې چې پلازمېنې ته غځېدلې دي، بندې شوې تر څو لاریون کوونکي د اسلام‌آباد پر لور ونه خوځي.

دا لاریون د خیبر پښتونخوا ایالت له مرکز پېښور ښار څخه پیل شو؛ هغه سیمه چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند پکې پراخ ملاتړي لري. مظاهره کوونکو خپل هدف د پارلمان ودانۍ ته نږدې میدان «دي چوک» ته رسېدل اعلان کړل. د لارې په اوږدو کې پولیسو د اوښکې بهونکي ګاز په مرسته او د درنو خنډونو په جوړولو سره د هغوی د مخنیوي هڅه وکړه.

رویټرز او CNN راپور ورکړی چې د دې ناآرامیو په لړ کې، څو د پولیسو پوستې سوځول شوې او لږ تر لږه ۲۲ د پولیسو موټرې په پنجاب او د اسلام‌آباد په شاوخوا سیمو کې له منځه وړل شوي دي. ځینې سړکونه هم د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو او اورلګیدو شاهد دي.

د راپورونو پر بنسټ، د پلازمېنې په مهمو سیمو کې په ځانګړي توګه د پارلمان ودانۍ، سترې محکمې او د وزیراعظم د دفتر په شاوخوا کې، پوځ پراخ حضور لري. په همدې حال کې، په اسلام‌آباد او نږدې راولپنډۍ کې ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او ټولې ښاري عامه ترانسپورتي خدمات هم ځنډول شوي دي.

مظاهره کوونکي د عمران خان او نورو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي. هغوی همدارنګه د اساسي قانون د نوې اصلاحیې د لغوه کېدو غوښتونکي دي چې د لوړو محکمو د قاضیانو په ټاکنه کې د حکومت واک ډېر کړی دی. پر دې سربېره، د عمران خان پلویان وروستي ټاکنې ناعادلانه ګڼي او د آزادو او رڼو ټاکنو غوښتنه کوي.

عمران خان، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د کرکټ پخوانی ستوری دی، په ۲۰۲۲ کال کې یوازې د یوې رأیې له کبله له دندې ګوښه شوی. هغه اوسنی حکومت د پوځ په مرسته د خپلې واکمنۍ په نسکورولو تورنوي. عمران خان له ګڼو قضیو سره مخ دی، چې په کې د فساد او دولتي رازونو افشا کولو تورونه شامل دي، خو هغه دا ټول تورونه رد کړي دي.

عمران خان سره له دې چې اوس د پاکستان د حکومت په بند کې دی؛ خو لا هم د پام وړ ولسي ملاتړ لري او د هغه تحریک انصاف ګوند د پاکستان تر ټولو لوی اپوزیسیون ګوند ګڼل کېږي. د ښاغلي خان نیول کېدل د حکومت او د هغه د پلویانو ترمنځ سختې شخړې راوپارولې او د پوځ او د هغه د ملاتړ کوونکو ترمنځ وروستي ناندرۍ لا ژور کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې امنیتي ځواکونه اوسمهال زغم ښيي، خو خبرداری یې ورکړی چې که مظاهره کوونکي له «سره کرښې» تېر شي، سخت اقدامات به وکړي. هغه د پلازمېنې په نورو سیمو کې د نورو پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کولو او د ګرځبندیز د پلي کولو احتمال هم اعلان کړی دی.

دا سیاسي کړکېج په داسې حال کې رامنځته شوی چې پاکستان له فرقه‌ییزو تاوتریخوالو او د بیلتون‌پالو وسله والو له بریدونو سره مخ دی. کارپوهان وايي، دا دوه‌چنده سیاسي کړکېچ دی چې پر حکومت فشارونه زیاتوي او د پاکستان امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي.