د افغانستان ښوونیز نظام د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته، اوس د طالبانو د سخت دریځې ایدئولوژۍ د تحمیل لپاره په یوه وسیله بدله شوې ده. د بشري حقونو سازمان «رواداري» په خپل تازه راپور کې په مستند ډول ویلي چې طالبانو د افغانستان په ښوونیز او تعلیمي نظام کې پراخ بدلونونه او تعدیلات راوستي دي. د راپور له مخې، طالبانو د بشري حقونو، ټولنیزو علومو او مدني زدهکړو په څېر مهم مضامین لرې کړي او پرځای یې خپل ځانګړې ایدئولوژۍ اړوند مضامین یې ځای پرځای کړي دي.
د ښځو او نجونو لپاره سخت محدودیتونه
د همدې راپور پر بنسټ، طالبانو د ښځو د ځپلو لپاره له ۷۰ څخه زیات رسمي فرمانونه صادر کړي دي. دا اقدامات نه یوازې د ښځو ازادۍ محدودې کړې دي، بلکې هغوی یې په سیسټماتیک ډول د زدهکړې له حق څخه بېبرخې کړي دي. د شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري، او ښځې هم په پوهنتونونو کې له زدهکړو څخه منع شوې دي.
ناوړه پایلې
دغه محدودیتونه تباه کوونکي اغېزونه لري. د زدهکړې له حق څخه بېبرخې ښځې اوس د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او رواني کړاوونو سره مخ دي. په ځینو مواردو کې، ځانوژنه د دغو نه زغمېدونکو شرایطو څخه د خلاصون وروستی لاره بلل شوې ده.
د مذهبي او کلتوري تنوع د ځپلو په اړه د طالبانو تګلارې
د «رواداري» راپور یوه بله مهمه برخه د طالبانو لخوا د مذهبي او کلتوري تنوع د ځپلو سیاستونو ته ځانګړې شوې ده. په هغو سیمو کې چې شیعه مسلمانان مېشت دي، د جعفري فقه اړوند مضامین له درسي نصاب څخه بشپړ لرې کړل شوي دي او پر ځای یې د حنفي فقه تدریس کېږي. په پوهنتونونو کې هم د دیني مضامینو لکه «امارتشناسي» او «اسلامي ټولنیز نظام» تدریس څو برابره زیات شوی دی، په داسې حال کې چې عصري علوم او تخصصي درسونه له پامه غورځول شوي دي.
د کتابونو تفتیش او د فکر د ازادۍ له منځه وړل
طالبانو د ښوونځیو او پوهنتونونو کتابتونونه تفتیش کړي او هغه کتابونه چې د ښځو د حقونو، دموکراسۍ او کلتوري او مذهبي تنوع په اړه مطالب لري، مصادره کړي او له منځه وړي دي. دا هڅې د طالبانو د پراخ پلان هغه برخه ده چې غواړي د عامه فکر کنټرول ترلاسه کړي او هر ډول مخالف غږونه غلي کړي.
د راتلونکي لپاره ژوره اندېښنه
د «رواداري» راپور ټینګار کوي چې د طالبانو اقدامات نه یوازې د زدهکړو فرصتونه ختم کړي دي، بلکې د افغانستان نوی نسل یې د سخت دریځې ایدئولوژۍ په مقابل کې بېچاره کړی دی. د ښوونې او روزنې په ځای، افغان ماشومان او ځوانان د طالبانو د ایدئولوژۍ د بېقید او شرط منلو لپاره هڅول کېږي.
د ټولنیزو او فرهنګي ستونزو ژورتیا
طالبانو لخوا په ښوونیز نصاب کې د بدلونونو راوستل او د تصمیمونو سلیقهییز تطبیق د بېنظمۍ سبب ګرځېدلی دی. د طالبانو تعلیمي سیاستونه نه یوازې د فکر استقلال او کلتوري تنوع له منځه وړي، بلکې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي راتلونکي لپاره د ژورو ستونزو د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.
د طالبانو ښوونیزه تګلاره په واضح ډول څرګندوي چې دوی ښوونه او روزنه د پرمختګ د وسیلې په توګه نه، بلکې د خپل ایدئولوژۍ د تحمیل او د خلکو د ځپلو په برخه کې د یوې وسیلې په توګه کاروي. دا تګلاره د میلیونونو ماشومانو راتلونکی او د افغانستان فرهنګي او ټولنیز خپلواکي له جدي ګواښ سره مخ کوي.