د بخښنې نړیوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یونما) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښمنونکي راپورونه خپاره کړي دي. دې بنسټونو د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د تبعیض او سیسټماټیک تاوتریخوالي تر ټولو جدي بڼه پر ښځو تحمیل کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي، د افغانستان ښځې او نجونې د نړۍ د بشري حقونو د تر ټولو جدي سرغړونو قربانیان دي او له خپلو اساسي حقونو لکه زدهکړو، کار، او شخصي ازادیو څخه بېبرخې شوي دي. د دې ورځې په مناسبت، دې سازمان د ښځو د حقونو د نقض څرګند کولو لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړی دی.
له بلې خوا، یونما په یوه ګډ بیان کې چې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې سره یې خپور کړی، د طالبانو سیاستونه د افغان ښځو د ژوند د ټولو اړخونو د خرابېدو عامل بللی دی. دې دفتر د طالبانو لخوا د ښځو د حقوقو د سیسټماټیک له منځه وړلو له امله سخت انتقاد کړی او د محدودیتونو او تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. رزا اوتنبایوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، په دې بیان کې ویلي: «موږ د افغان ښځو او نجونو لپاره په یوه حیاتي مرحله کې یو او د عدالت د تامین او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره عاجلو اقداماتو ته اړتیا لرو.»
یونما زیاته کړې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړنه له منځه تللې او د دوی اساسي حقونه په بشپړه توګه نادیده نیول شوي دي. سره له دې سختو شرایطو، یونما د افغان ښځو او نجونو د زړورتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دې تاوتریخوالي د دوام لپاره هیڅ ډول توجیه د منلو وړ نه ده.
دا راپورونه یو ځل بیا د افغان ښځو بحراني وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام رااړوي او د تاوتریخوالي د بندیدو او د ښځو د اساسي حقونو د بیرته ستنیدو لپاره د عاجلو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کوي.