" >

مقالې او شننې

9V93XJ-highres-1200x798.jpg

طالبانو د حسن نصرالله د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی

طرز پرس: د لبنان له وروستیو مهمو تحولاتو څخه درې ورځې تېرې شوې چې په ترڅ کې یې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله ووژل شو او ډېریو نړیوالو هېوادونو هم په همدې اړه خپل دریځونه ښکاره کړل، خو طالبانو تر اوسه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.
OIP.jpg

د هېواد سیسټماټیک شاتګ؛ د طالبانو د مخربو سیاستونو ژوره څېړنه

افغانستان، زرګونه کلونه تاریخ لري او تل د ډېرو لوړو ژورو شاهد پاتې شوی. دا هېواد، چې یو وخت د لویو کلتورونو او تمدنونو مرکز و؛ خو په وروستیو لسیزو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شو.
e70462e4-f237-43bc-bafa-dcb394cdf0b1.jpeg

د طالبانو له راستنېدو درې کاله وروسته؛ د ځپنې او محدودیتونو تر سیوري لاندې د افغانو ښځو ژوند

درې کاله کېږي چې طالبان په افغانستان کې واک ته راستانه شوي او په دې موده کې افغانې ښځې خپل د ژوند تر ټولو بد وختونه تجربه کوي. افغانې ښځې چې مخکې یې د پرمختګ او ودې په لور ګامونه اخیستي وو، خو د طالبانو له راتګ سره په چټکۍ له محدودیتونو، ځپنې او محرومیتونو سره مخ شوې.
3650672a-b620-4a79-a4bd-f95a7e8c23c5.jpeg

د اسلامي احکامو خلاف سیاست، د قرآن او نړیوالو قوانينو له مخې د طالبانو سخت‌دریځۍ ته کتنه

اسلام، چې د عدالت یاهم د ښځو او نارینه‌و ترمنځ د برابرۍ دین دی، تل یې د ښځو پر زده‌کړو ټينګار کړی او په اسلامي ارشاداتو کې داخبره په ځلونو تکرار شوې، چې علم په ښځو او نارینه وو یوشان فرض دی. د ځینو محدودو او تنگ‌نظریو پر خلاف چې په ځانګړې توګه په اوسني دور کې و اکمن شوي دي، د اسلام تاریخ له داسې بېلګو ډک دی چې پر بنسټ یې ښځې نه یوازې زده‌کړې ته هڅول شوې دي، بلکه په تعلیم او د نسلونو په روزنه کې یې هم د مهم رول یادونه شوې ده.
image-1-37-1024x640.jpg

ایران پر اسراییل له برید په شا کیږي، هغه تیګه چې باید پر ځمکه کېښودل شي

داسې نښې لېدل کيږي چې ایران د امریکا د نظامي فشارونو له کبله د اسراییل پر وړاندې له غچ اخیستونکي برید څخه په شا کیږي. تهران هڅه کوي چې دا شاتګ په داسې احتیاط سره ترسره کړي چې د اسلامي جمهوریت په توګه د ایران حیثیت زیانمن نه شي او په ورته وخت کې کورنۍ او بهرنۍ غبرګونونه هم په مؤثره توګه مدیریت کړای شي.
hqdefault.jpg

د ولس ارادې ته احترام، نړیوال رسمیت ته تر ټولو لنډه لاره

درې کاله مخکې د زمري په ۲۴مه، جمهوري نظام ونړېد او طالبان دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول. درې ورځې وړاندې د همدې ورځې په مناسبت، طالبانو په کابل او ۳۳ نورو ولایتونو کې د ځانګړي پروګرامونو او په ښارونو کې له پراخو نظامي مانورونو سره ځواک ښودنه وکړه.
OIF.jpg

له پزشکیان سره د شهزاده بن سلمان ټلفني خبرې، هغه څه چې ایران يې د اړیکو پراختیا بولي

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلفني خبرې کړي او هغه ته یې په ټاکنو کې د بریا له امله، مبارکي ویلې ده.
R.jpeg

په یو غشي دوه هدف یا طالبانو پر وړاندې د پوتین متناقض سیاست

په داسې حال کې چې له ۲۰۰۳م کال راهیسې طالبان د روسیې د تروریستي سازمانونو په تور لېست کې شامل دي؛ خو د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د روسیې متحدين دي.