له پزشکیان سره د شهزاده بن سلمان ټلفني خبرې، هغه څه چې ایران يې د اړیکو پراختیا بولي

طرز پرس

27 سرطان 1403

OIF.jpg

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلفني خبرې کړي او هغه ته یې په ټاکنو کې د بریا له امله، مبارکي ویلې ده.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لورو د تهران او ریاض ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې تهران او ریاض د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو له پراخېدو هم خوښ دي.
دا ټیلیفوني خبرې د شهزاده محمد بن سلمان په نوښت په داسې حال کې کيږي، چې له کلونو راهیسې د تهران او ریاض اړیکې ترینګلې دي او کله نا کله دغه اړیکې په جدي سیاسي کړکېچونو بدلې شوې هم دي. څه باندې یو کال مخکې تهران او ریاض د چین په منځګړیتوب وتوانیدل چې د اړیکو د بیا پیلولو او د سفارتونو د بیا پرانستلو لپاره یوې موافقې ته ورسیږي. خو څیړونکي په دې باور دي چې دغه تړون ګټور نه وو او په سیمه او منځني ختیځ کې یې د نظم په رامنځته کولو کې مرسته نه ده کړې.
اوس د ایران په حکومت پورې تړلو رسنیو دغه ټیلیفوني خبرې د تهران او ریاض ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د یوه نوي فصل د پیل په مانا بللې؛ خو د دواړو هېوادونو د اړيکو تاريخ ته په کتو سره لا هم د دغه خوب د پوره کېدو امکان ډېر کم لېدل کيږي.