په یو غشي دوه هدف یا طالبانو پر وړاندې د پوتین متناقض سیاست

طرز پرس

3 سرطان 1403

R.jpeg

په داسې حال کې چې له ۲۰۰۳م کال راهیسې طالبان د روسیې د تروریستي سازمانونو په تور لېست کې شامل دي؛ خو د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د روسیې متحدين دي.

د «طرز پرس» د راپور پر بنسټ، ښاغلي پوتین دا خبره د پنجشنبې په ورځ د جولای پنځمه، د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې رسنیو ته مطرح کړه. پوتین وویل: «طالبان د تروریزم پر وړاندې زموږ متحدین ځکه دي چې هغوی هېواد اداره کوي او هغه خلک چې یو هېواد اداره کوي، ثبات ته هم لېواله دي.»

ښاغلي پوتین طالبانو په اړه زیاته کړه: « موږ په کراتو کراتو د طالبانو له‌خوا داسې نښې ترلاسه کړې چې دوی له موږ سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې کار کولو ته چمتو دي.»

د روسیې ولسمشر له دې سربېره له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړي کېدو لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان د تماس ډلې د فعالیت پر بېرته پیلېدو هم ټینګار وکړ. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې مسکو غواړي له طالبانو سره اړیکې عادي کړي او ښاغلي پوتین کابو یوه میاشت وړاندې هم پخپل یو مهم بیان کې ټيڼګار وکړ، چې له طالبانو سره نږدې اړيکې یو ضرورت دی. خو اصلي پوښتنه داده چې روسیه ولې د یو رسمي حکومت په صفت د طالبانو اوسنی رژيم په رسمیت نه پېژني او له دې هاوخوا ان حاضر نه ده چې د تروریستي سازمان په نوم طالبان له خپل تور لیسته وباسي.

باور دادی چې پوتین غواړي له داسې څرګندونو سره په سیمه کې خپل دوه لوړ اهداف تعقیب کړي، چې یوه یې خپلو متحدو ملګرو هېوادونو ته د طالبانو په اړه د مسکو د دريځ روښانه کول دي او بل یې هم ظاهراً هغو هڅو سره همغږي ده چې په دې ورستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان په ابتکار له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په موخه روانه ده. خو طالبان به تر هغو پورې د تروریستي سازمان په توګه د روسیې په تور لیست کې وي، تر څو چې په کابل کې د مسکو غوښتنې منل شوې نه وي. دا هغه باج ده چې طالبان مجبوره دي د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو په بدل کې مسکو ته ومني.