ایران پر اسراییل له برید په شا کیږي، هغه تیګه چې باید پر ځمکه کېښودل شي

جعفر فیصل

طرز پرس

3 سنبله 1403

image-1-37-1024x640.jpg

داسې نښې لېدل کيږي چې ایران د امریکا د نظامي فشارونو له کبله د اسراییل پر وړاندې له غچ اخیستونکي برید په شا کیږي. تهران هڅه کوي چې دا شاتګ په داسې احتیاط سره ترسره کړي چې د اسلامي جمهوریت په توګه د ایران حیثیت زیانمن نه شي او په ورته وخت کې کورني او بهرني غبرګونونه هم په مؤثره توګه مدیریت کړای شي.

د طرز پرس د راپور پر بنسټ، ایراني چارواکو په دې ورستیو کې د سیمې د تحولاتو په اړه د پخوا په پرتله نرمه ژبه کاروي. د ایران په رسمي او سیاسي بیانیو کې د «برید» کلمه په «حق» بدله شوې ده او د تېرو ورځو په خلاف چې «پر اسراییل د برید» خبرې کیدې، اوس «د برید پر حق» خبرې کیږي. دا څرګندوي چې تهران په تاکتیکي توګه پر اسراییل له غچ اخېستونکي برید شاتګ کړی دی او یوازې اوس هڅه کوي چې د «برید حق» ځان لپاره خوندي وساتي.

د ایران د بهرنیو چارو نوی وزیر، عباس عراقچي، تازه د جمعې په ورځ، د اګست ۲۳مه، له خپلو بریتانیایي او فرانسوي سیالانو سره په خبرو کې د اسراییل پر وړاندې د ایران د غبرګون پر «حق» ټینګار وکړ. دې ته ورته د ایران نورو چارواکو هم په دې وروستیو کې په خپلو ویناوو کې د «حق» کلیمه کارولې ده. شاوخوا یوه اوونۍ مخکې، د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، علي باقري کني هم ویلي وو چې «ایران خپل مشروع حق د اسماعیل هنیه د ترور په وړاندې د غچ اخیستلو لپاره خوندي ګڼي.» دا په داسې حال کې ده چې د جولای په ۳۱مه، په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر رئیس اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته، د ایران چارواکو له تونده ژبه لکه «سخت انتقام» او «سخته سزا» کارولي وو. د ایران مذهبي مشر، آیت‌الله علي خامنه‌ای، اسراییل ته د «سخته سزا» ژمنه کړې وه. هغه په یوه بیانیه کې ویلي وو: «موږ په دې ترخه او سخته پیښه کې، چې د اسلامي جمهوریت په حریم کې رامنځته شوې ده، د هغه د وینې غچ اخیستل خپله دنده ګڼو.»

ایران پر اسراییل له غچ اخېستونکي بريد په داسې حال په شا کیږي چې متحده ایالاتو څو ځله د منځګړو له لارې تهران ته خبرداری ورکړی چې پر اسراییل برید به د ایران لپاره لوی لګښتونه ولري. د امریکایي رسنیو په حواله، که ایران پر اسراییل برید وکړي، تهران به داسې ځواب ترلاسه کړي چې د دې هېواد حکومت او اقتصاد ته به سخت زیان ورسیږي. سربېره پر دې، پینتاګون اعلان کړی چې متحده ایالات د ایران له احتمالي بریدونو د اسراییل د دفاع لپاره، د منځني ختیځ سیمې ته جنګي بیړۍ او الوتکې لېږلي دي. پینتاګون ټینګار کړی چې اسراییل څخه دفاع لپاره د امریکا ژمنه «اوسپنیزه» ده.
ایران هم پوهیږي چې هیڅکله د متحده ایالاتو سره د مقابلې توان نه لري او اوس داسې ښکاري چې تهران په معموله ژبه هغه تيګه چې د پورته کولو توان یې نه لري، بېرته یې پر ځمکه اېښې ده.