د ولس ارادې ته احترام، نړیوال رسمیت ته تر ټولو لنډه لاره

ترانه سپاهي

طرز پرس

26 اسد 1403

hqdefault.jpg

درې کاله مخکې د زمري په ۲۴مه، جمهوري نظام ونړېد او طالبان دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول. درې ورځې وړاندې د همدې ورځې په مناسبت، طالبانو په کابل او ۳۳ نورو ولایتونو کې د ځانګړي پروګرامونو او په ښارونو کې له پراخو نظامي مانورونو سره ځواک ښودنه وکړه.

طرز پرس – د طالبانو حکومت د خپل د واکمنۍ دریم کال په مناسبت په بګرام پوځي اډه کې پوځي پرېډ ترسره کړ او د طالبانو دفاع وزارت هم په دغه مراسم کې یو شمېر امریکايي او روسي سپک او درانه نظامي تجهیزات نندارې ته وړاندې کړل. په دې مراسم کې یو شمېر نظامیانو په موټرسایکلونو پرېډ وکړ او ژیړ چاودېدونکي بوشکې یې هم نندارې ته وړاندې کړې وې.

راپورونه وايي چې په کابل او ولایتونو کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو زده کوونکي هم دغو مراسمو ته په زور حاضر شوي وو. طالبانو په دې مراسم کې اعلان وکړ چې د دوی نظامیانو د موټرسایکلونو او چاودېدونکو بوشکو په کارولو سره هدفي او مرګوني عملیات ترسره کړل چې پایله یې د «اسد ۲۴مه ویاړمنه» ورځ وه.

د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې مراسم کې وویل چې له نړۍ سره ښې دیپلوماتیکې اړیکې غواړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له طالبانو سره د تعامل لاره خپله کړي.
که څه هم له دغو څرګندونو او ځواک ښودلو درې ورځې تېرې شوې دي، خو لا تر اوسه نړیوالو د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. سره له دې چې ښايي طالبان هم د نړیوالو لخوا یو ښه خبر ته په تمه وي، خو د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، تر هغه وخته چې طالبان خپلې نړیوالې ژمنې عملي نه کړي، له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای کېدل یې ناممکن دي.
دا د یوه بهرني لوړپوړي مقام لومړنۍ څرګندونې دي چې طالبانو ته یې جدي او ښکاره پیغامونه لرل. طالبان مجبوره دي چې د نړیوال رسمیت پېژندنې لپاره لوی قربانۍ ته حاضر شي، چې تر ټولو مهم یې د افغان ولس ارادې ته احترام دی.