د اسلامي احکامو خلاف سیاست، د قرآن او نړیوالو قوانينو له مخې د طالبانو سختدریځۍ ته کتنه
19 سنبله 1403
اسلام، چې د عدالت یاهم د ښځو او نارینهو ترمنځ د برابرۍ دین دی، تل یې د ښځو پر زدهکړو ټينګار کړی او په اسلامي ارشاداتو کې داخبره په ځلونو تکرار شوې، چې علم په ښځو او نارینه وو یوشان فرض دی. د ځینو محدودو او تنگنظریو پر خلاف چې په ځانګړې توګه په اوسني وخت کې و اکمن شوي دي، د اسلام تاریخ له داسې بېلګو ډک دی چې پر بنسټ یې ښځې نه یوازې زدهکړې ته هڅول شوې دي، بلکه په تعلیم او د نسلونو په روزنه کې یې هم د مهم رول یادونه شوې ده.
طرز پرس - دا موضوع نه یوازې د قرآن کریم آیتونو او نبوي احادیثو له خوا تایید شوې ده، بلکه د اهل سنت او شیعه فقهاؤ او عالمانو هم پر دې مسله د تاييد مهر لګولې. نړیوال قوانین او د بشري حقونو اصول هم د ښځو د زدهکړې پر حق ټینګار کوي او د ښځو په وړاندې هر ډول محدودیتونه له هر پلوه غندل کیږي.
علمي زدهکړه په قرآن کریم او نبوي سنت کې
په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې علم د رڼا او ناپوهي د تیاره په صفت یاد شوي دي. په اسلام کې د علم ترلاسه کول هېڅکله یوازې د نارینهو لپاره فرض نه ده بلل شوې، بلکه دا یوه دیني او اخلاقي وجیبه ده چې پر ټولو مسلمانانو، که نارینه وي او که ښځینه، فرض ګڼل شوې ده.
د قرآن کریم آیتونه:
- د زمر سوره، ۹ آیه: «... قل هل یستوى الذین یعلمون والذین لا یعلمون...»
- د مجادله سوره، ۱۱ آیه: «... یرفع الله الذین آمنوا منکم والذین اوتوا العلم درجات...»
- د آل عمران سوره، ۷ آیه: «... و الراسخون فی العلم یقولون آمنا به کل من عند ربنا...»
دې آیتونو کې ښکاري چې د خدای ج مقدس کتاب، علم او پوهه د ټولو مسلمانانو لپاره اړین ګڼي او هغوی هڅوي چې د علم په ترلاسه کولو کې کوښښ وکړي.
نبوي احادیث:
د اسلام پیغمبر (ص) فرمایلي دي: «طلب العلم فریضة على کل مسلم و مسلمة.» دا حدیث په صراحت سره پر هر مسلمان، که نارینه وي که ښځینه، د علم زدهکړه واجب ګڼي. همداراز روایت دی چې پیغمبر (ص) د مدینې ښځو ته په علمي مجلسونو کې د ګډون سپارښتنه کړې او عایشه (رض) د معلمې په توګه یاده شوې ده.
د ښځو زدهکړه د پیغمبر (ص) په زمانه کې
پیغمبر (ص) په ټولنه کې د علمي کچې د لوړولو په موخه د ښځو زدهکړې ته هم پام کړی دی. بلاذري روایت کوي چې د اسلام په ظهور کې یوازې ۱۷ نفره لوستي وو او د شفا په نامه د قریش یوې ښځې چې د جاهلیت په دوره کې یې زدهکړې درلودې، د یوه فاضله ښځې په توګه یادېده.
پیغمبر (ص) دې ښځې ته امر وکړ چې خپلې مېرمنې حفصه ته زدهکړه ورکړي، چې دا د ښځو زدهکړې او د هغوی د معلم په توګه د مهم رول ښودنه کوي. داسې ښځې لکه حفصه او عایشه په اسلامي ټولنه کې علمي فعالیتونه کول او په مساجدو کې د علم د زدهکړې لپاره کار کاوه.
ښځو لپاره د پیغمبر (ص) دیني تعلیمات
پیغمبر (ص) ښځو ته ځانګړی وخت ورکوله ترڅو هغوی ته دیني زدهکړې ورکړي. ښځو له پیغمبر (ص) څخه غوښتنه وکړه چې یوه ورځ یې په ځانګړي ډول هغوی ته وقف کړي او پیغمبر (ص) د هغوی غوښتنه ومنله او ښځې یې په دیني او فقهي مسایلو کې ارشاد کړې.
د ښځو معلمې او محدثې
ځینې ښځې په تدریس او تعلیم کې لکه د پیغمبر (ص) ښځې فعالې وې. د حسن بصري مور په لومړۍ هجري پېړۍ کې د ښځو لپاره د دیني کیسو نقل کوله او هغوی ته موعظه ورکوله.
مشهورې ښځینه عالمانې
ام سلمه، ام اسلم، او ام جمیل په تاریخ کې مشهورې ښځينه عالمانې پیژندل شوې دي. دې ښځو د خپلې علمي پوهې او اجتهاد له مخې په اسلامي ټولنه کې د احترام وړ وې.
د ښځو علمي زدهکړه د شیعه او اهل سنت فقهاؤ له نظره
امام جعفر صادق (ع):
امام جعفر صادق (ع) د زدهکړې اهمیت باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي: «العلم نور یضعه الله فی قلب من یشاء.» علم د الله له خوا هغه چاته ورکول کېږي چې الله یې وغواړي. امام جعفر صادق (ع) د ښځو زدهکړه هم اړینه ګڼلې ده.
امام ابو حنیفه
د حنفي مذهب بنسټګر، امام ابو حنیفه، هم د ښځو لپاره د علم زدهکړه ضروري ګڼلې او په دې اړه یو روښانه او معتبر نظر لري.
حدیث: امام ابو حنیفه د علم زدهکړې لپاره د ښځو درناوی کاوه او هغه یې واجب ګڼله.
فتواوې: د امام ابو حنیفه یو له مشهورو فتواوو څخه دا ده چې علم او زدهکړه هر مسلمان، که ښځه وي که سړی، ضروري ده. هغه د ښځو لپاره په دیني او فقهي مسایلو کې تعلیم او زدهکړو ته ځانګړې پاملرنه کوله او علم یې جنسیت پورې محدود نه ګاڼه.
وضعی او نړیوال قوانین
په ځانګړي توګه د ښځو پر وړاندې له تبعیض سره د مبارزې کنوانسیون (CEDAW) او د بشري حقونو نړیواله اعلامیه، زدهکړه او تعلیم یو له اساسي بشري حقونو څخه شمېرلې ده چې باید ټولو خلکو ته پرته له جنسي تبعیض څخه ورکړل شي. د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د افغانستان اساسي قانون هم زدهکړه د اتباعو یو له اساسي حقونو څخه ټاکلې وه، پرته له دې چې جنسیت په پام کې ونیول شي. په ټوله کې ښځې له زدهکړې څخه محرومول د هغوی د حقونو ښکاره نقض دی او د جاهلیت دوران ته د ورتګ په مانا دي.
د طالبانو پر تعلیمي سیاستونو نیوکې
د بشري حقونو نقض، د ټولنیز پرمختګ مخنیوی او د طالبانو له خوا د ښځو د زدهکړې مخنیوی د دې ډلې یو له خورا خطرناکو اقداماتو څخه دی چې نه یوازې د ښځو مقام ته زیان رسوي، بلکې په ټول افغانستان کې منفي اغیزه لري. دلته د دې سیاست یو شمېر مهمې منفي پایلې یادې شوي دي:
۱. د اسلامي ښوونو سره مخالفت: طالبان د قرآني لارښوونو پرخلاف، چې د علم زدهکړه د ټولو مسلمانانو لپاره واجب ګڼي، ښځې له زدهکړې محروموي.
۲. د نبوي سنت خلاف: د اسلام پیغمبر (ص) په ځانګړي ډول د ښځو په زدهکړه ټینګار کړی او د طالبانو دا سیاست د پیغمبر له سنت سره په تضاد کې دی.
۳. د فقهي اصولو نقض: د اسلام لوی فقه هاوو لکه امام جعفر صادق (ع) او امام ابو حنیفه د علم زدهکړه د ټولو وګړو لپاره، پرته له جنسي توپیر څخه، واجب ګڼي. د طالبانو سیاست د دې فقه هاوو له فتواوو سره په تضاد کې دی.
۴. د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې خلاف: تعلیم او زدهکړه یو اساسي بشري حق ګڼل شوی چې باید پرته له جنسي تبعیضه ټولو خلکو ته ورکړل شي، او د طالبانو لخوا د ښځو محرومول د دې اساسي حق په ښکاره نقض ګڼل کېږي.
۵. اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته زیان: له زدهکړې څخه د ښځو محرومېدل، ټولنه له خپلې نیمایي بشري ځواک څخه محروموي او د اقتصادي او ټولنیز رکود لامل کېږي.
۶. د جنسیتي نابرابرۍ رامنځته کول: دغه سیاست جنسیتي نابرابرۍ پیاوړي کوي او د ښځو لپاره د کاري او ټولنیزو فرصتونو د کمېدو لامل ګرځي.
۷. د فقر او محرومیت زیاتوالی: له زده کړو څخه د ښځو مخنیوی د کاري فرصتونو په کمېدو او د هغوی په کورنیو کې د فقر او بې وزلۍ د زیاتېدو لامل ګرځي.
۸. د راتلونکي نسل کمزورتیا: تعلیم یافته ښځې د راتلونکو نسلونو په روزنه او د کورنیو په روغتیا کې بنسټيز رول لري، او دغه سیاست د کورنۍ راتلونکي کمزوري کوي.
۹. د نوښت او پرمختګ کمزورتیا: د ښځو زده کړې د نوښت او خلاقیت په لوړولو کې مرسته کوي. د زده کړې منع کول به د علمي او کلتوري رکود لامل شي.
۱۰. د مهاجرت او د کدرونو د تېښتې زیاتوالی: ډېرې کورنۍ او ښځې د دې محدودیتونو څخه د تېښتې په لټه کې دي او له هېواده وتلي دي، چې دا د هېواد د فکري او انساني ځواک د کمېدو لامېل کيږي.
۱۱. د هیلو او انګېزو له منځه تلل: دغه سیاست د ځوانو نجونو هیلې او انګېزې له منځه وړي او هغوی خپلو هیلو ته له رسېدو محروموي.
۱۲. د افغانستان د نړیوالو ژمنو نقض: افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د نړیوالو کنوانسیونونو او نړیوالو هوکړو د مراعاتولو ژمنه کړې، چې د زده کړو حق د ټولو خلکو لپاره، پرته له جنسي تبعیض څخه، تضمینوي. دا د طالبانو سیاستونه د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
دا ټکي په وضاحت ښکاره کوي چې طالبانو لخوا له زده کړو څخه د ښځو د مخنيوي سیاست نه یوازې له دینی او حقوقي پلوه د دفاع وړ نه دی، بلکې پر ټول افغانستان پراخه منفي اغېزې لري.
اخېستنې او نتیجه ګيري
د طالبانو تعلیمي سیاستونه چې ښځې له زدهکړې او تعلیم څخه محروموي، په څرګند ډول د اسلام د دینی اصولو، نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سره په ټکر کې دي. اسلام په ځانګړي توګه قرآن کریم او نبوي سنت د تعلیم او زدهکړې ضرورت ټولو مسلمانانو ته، پرته له دې چې جنسیت یې په پام کې ونیول شي، بیانوي. د اسلام پیغمبر (ص) احادیث او د لویو فقهاؤ لکه امام جعفر صادق (ع) او امام ابو حنیفه نظریات هم د ښځو لپاره د علم پر زدهکړه ټينګار کوي او هر ډول محدودیت یې د اسلامي اصولو خلاف ګڼي.
نړیوال قوانین، مختلف کنوانسیونونه لکه د CEDAW او د بشري حقونو نړیواله اعلامیه، زدهکړې د بشر اساسي حق په توګه معرفي کوي، چې باید ټولو خلکو ته پرته له جنسي تبعیض څخه برابر شي. د طالبانو سیاستونه، چې دغه اساسي حقونه نقضوي، په څرګند ډول د افغانستان د نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
د ښځو د زدهکړې محرومیت نه یوازې د اسلامي ټولنې په ګټه نه دی، بلکې په مستقیم ډول افغانستان ته زیان رسوي. دا سیاست د جنسي نابرابرۍ په پیاوړي کولو، د کاري فرصتونو په کمولو او د فقر په زیاتولو سره د هېواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ زیانمنوي. همدارنګه، د ښځو د زدهکړې نشت د نوښت، علمي او کلتوري پرمختګ کموالی لامل کېږي او د مغزونو د تیښتې او مهاجرت لامل ګرځي، چې د هېواد د بشري پانګې له لاسه ورکولو سره مخ کېږي.
په پایله کې، د پوهې او اسلام خلاف د طالبانو سیاستونه، چې پراخې منفي پایلې لري، باید په پرېکنده ډول نقد او ارزونه یې وشي. نړیوالې هڅې باید دوام ولري ترڅو د افغان ښځو او نجونو لپاره د زدهکړې حق تضمین شي. یوازې د دې محدودوونکو سیاستونو په بدلولو او د اسلامي او انساني اصولو په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې عدالت ته د رسېدو لاره ممکنه کېدای شي.