افغانستان

th.jpg

جو بایډڼ: تاریخ به پرېکړه وکړي چې له افغانستان څخه وتل ښه کار وو

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه قضاوت تاریخ ته پرېښود او وویل، ډاډه دی چې تاریخ به په دې اړه یو عادلانه قضاوت وکړي.
OIP (1).jpeg

روسیه: افغانستان په اړه له هند سره ګډه همکاري تر ټولو معقول اقدام دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له هند څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه له څلور اړخیزې سیمه‌ییزې  ډلې سره یوځای شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، پرون «سه‌شنبه، د غبرګولي ۲۵مه» له خبریالانو سره د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې د روسیې، چین، پاکستان او ایران لپاره د افغانستان د وضعیت په اړه له هند سره همکاري تر ټولو «معقول» اقدام دی.
aRy2z3v0NKye6EiXB1fqDeIhVYnF0ATHbZlbidkI.jpg

عباس ستانکزی: نړۍ دې اقلیمي بدلونونه سیاسي نه کړي او له موږ سره دې مرسته وکړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د چاپېریال ساتنې مسایل او اقلیمي بدلونونه له سیاست څخه لرې وساتي.
OIP (2).jpeg

مایک والتز: ټرمپ پر هغو ډلو رحم نه کوي چې امریکایي وګړي یې برمته نیولي وي

د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز، طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د ټرمپ حکومت به هېڅکله پر هغو ډلو او هېوادونو رحم ونه کړي چې امریکایي وګړي یې د برمته په توګه نیولي وي.
WhatsApp Image 2025-01-13 at 15.33.39_696e45b6.jpg

طالبان: د ۶۵ زرو جریبو دولتي ځمکو له غصب مو مخنیوی وکړ

د طالبانو د عدلیې وزارت ادعا کړې چې د ۶۵ زرو جریبو دولتي ځمکو له غصب یې مخنیوی کړی دی. دې وزارت په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي چې د ځمکو له غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو په تېره یوه میاشت کې له ارزونې وروسته، تر ۶۵ زره او ۲۲۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
R.jpeg

حامد کرزی: د نجونو له تعلیم مخنیوی د افغانستان د ملي ګټو خلاف دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په اسلام آباد کې د نجونو د زده کړو په برخه کې د رابطه العالم الإسلامی له وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی او ویلي دي چې د نجونو تعلیم یو نه انکارېدونکی حق دی او له دې څخه مخنیوی "د ملي ګټو او د هېواد د لوړوو مصالحو خلاف" دی.
AA1iiwmV.jpeg

د امريکا د کانګرس غړې: د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم باید طالبانو ته ونه رسیږي

واشنګټن، متحده ایالات – د امريکا د کانګرس غړې، آنا پائولینا لونا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د نغدي مرستو په اړه په سختو الفاظو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې «د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم باید طالبانو ته ونه رسیږي.»
صث.jpg

طالبان پاکستان کې د نجونو د زده کړو په نړیوال کنفرانس کې ګډون نه کوي

پاکستاني چارواکي وایي چې طالبانو په اسلام‌آباد کې د نجونو د زده کړو په اړه په ترسره کېدونکي کنفرانس کې د دوی بلنه رد کړې ده. د پاکستان د پوهنې وزیر، خالد مقبول صدیقي، تایید کړې چې په دغه کنفرانس کې طالبانو ته بلنه ورکړل شوې وه؛ خو د طالبانو هېڅ غړي د ګډون لپاره چمتووالی نه دی ښودلی.
23.jpg

بغلان کې پر دیني عالمانو برید؛ داعش یې پړه مني، خو طالبان یې شخصي دښمني بولي

له بغلان ولایت څخه سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړې چې د سې شنبې په ماښام «د مرغومي ۱۸مه»، دوه دیني عالمان له جومات څخه د وتلو او یوې میلمستیا ته د تګ پر مهال د برید ښکار شوي دي. په دې پېښه کې یو دیني عالم عبدالرزاق وژل شوی او بل دینی عالم حمدالله چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جومات امام هم وو، سخت ټپي شوی دی.