عباس ستانکزی: نړۍ دې اقلیمي بدلونونه سیاسي نه کړي او له موږ سره دې مرسته وکړي

ترانه سپاهي

طرز پرس

26 جدی 1403

aRy2z3v0NKye6EiXB1fqDeIhVYnF0ATHbZlbidkI.jpg

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د چاپېریال ساتنې مسایل او اقلیمي بدلونونه له سیاست څخه لرې وساتي.

هغه نن "چهارشنبه، ۲۶ غبرګولي" د اقلیمي بدلونونو په کنفرانس کې ویلي، نړۍ باید پرته له دې چې سیاسي او سیمه‌ییز سیالۍ په نظر کې ونیسي، له افغانستان سره د اقلیمي ګواښونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همدارنګه ویلي، هغه بمبونه او کیمیاوي وسلې چې د وروستیو څو لسیزو په جګړو کې کارول شوي، د افغانستان چاپېریال ته یې سخت زیان اړولی دی. د هغه په وینا، لږ تر لږه ۸۰ سلنه د افغانستان ځنګلونه د افغانانو د شوروي پخواني رژیم سره د جګړو په ترڅ کې له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د اوږدو جګړو او نښتو کوربه پاتې شوې او د دې هیواد اقلیمي وضعیت په اړه اندېښنې، لا هم د یوې جدي ګواښ په توګه مطرح دي.