
د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز، طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د ټرمپ حکومت به هېڅکله پر هغو ډلو او هېوادونو رحم ونه کړي چې امریکایي وګړي یې د برمته په توګه نیولي وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي چې طالبانو د متحده ایالاتو سره د بندیانو د تبادلې په اړه مذاکراتو ته خپله چمتووالی اعلان کړی دی. یوه ورځ مخکې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وویل چې تر دې دمه امریکا په دې اړه کومه اقدام نه دی کړی او د مخکېنیو مذاکراتو پایلې بېنتیجې وې.
مجاهد زیاته کړې چې د امریکایي اتباعو خوشې کول یوازې د یو لړ شرایطو په منلو ترسره کېدای شي چې باید امریکا ورته چمتووالی وښیې. د مجاهد اشاره د امریکایي اتباعو د تبادلې په بدل کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن یو نږدې همکار محمد رحیم خوشې کېدل ته ده چې دمګړۍ د امریکا په ګوانتامو زندان کې بندي دی.
بل پلو دېخوا، درې امریکایي وګړي، جورج ګلزمن، رایان کوربټ او محمود شاه حبیبي، له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي.