
د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان، تاجکستان ته د رسمي سفر پر مهال، د خپل تاجک سیال امامعلي رحمان سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې په افغانستان کې ثبات د ايران له ملي ګټو سره ګډ لوری لري.
پزشکيان په دې ناسته کې ټينګار وکړ چې ايران د افغانستان ګاونډي په توګه، «په افغانستان کې پرمختګ او ثبات زموږ له ګټو سره ګډ لوری لري» او د پولو امنيت خوندي ساتل د ايران لپاره يو بنسټیز لومړيتوب ګڼي.
په همدې حال کې، د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان هم په دې ناسته کې د افغانستان د سولې او ثبات تامين لپاره د مرستې پر ارزښت ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې هېواد به يې تل د افغان ولس د ملاتړ او بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ايران او طالبانو اړيکې په ځانګړي ډول په اقتصادي او سياسي برخو کې زياتې شوې دي. خو په مقابل کې، تاجکستان لا هم له طالبانو سره ښې اړيکې نه لري او تل د تاجکستان خاورې ته د اسلامي ياغيانو د نفوذ په اړه اندېښمن دی.