جو بایډڼ: تاریخ به پرېکړه وکړي چې له افغانستان څخه وتل ښه کار وو

طرز پرس

29 جدی 1403

th.jpg
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه قضاوت تاریخ ته پرېښود او وویل، ډاډه دی چې تاریخ به په دې اړه یو عادلانه قضاوت وکړي.
نوموړي امريکايي پوځیانو ته په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ: «زموږ سرتېرو د امریکا په نظامي تاریخ کې تر ټولو د هوايي تخلیې ستر عملیات ترسره کړل او جګړې ته یې د پای ټکی کېښود.»
بایډن له امریکايي پوځیانو د هغوی د قربانیو لپاره مننه وکړه او د دې جګړې د تلفاتو یادونه یې وکړه. هغه وویل چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې په ترڅ کې ۲۴۶۵ سرتېري وژل شوي او له ۲۰ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین هم د دې پرېکړې ملاتړ وکړ او دا یې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې، پای وباله. هغه هم وویل چې بایډن دا جګړه بل ولسمشر ته پرېنښوده. دا څرګندونې په داسې حال مطرح کېږي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو چټک وتل، تل له نیوکو سره مخ دی.