د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په اسلام آباد کې د نجونو د زده کړو په برخه کې د رابطه العالم الإسلامی له وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی او ویلي دي چې د نجونو تعلیم یو نه انکارېدونکی حق دی او له دې څخه مخنیوی "د ملي ګټو او د هېواد د لوړوو مصالحو خلاف" دی.
کرزي نن دوشنبه، د جنورۍ ۱۳مه، په خپل ایکس پاڼه کې ویلي دي چې د ښځو او نجونو رول د هېواد په پرمختګ، د ټولنې په ثبات او د عامه رفاه په برخه کې مهم او رغنده دی. هغه پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
کرزي ټینګار کړی چې د ځوانانو لپاره د زده کړو زمینې برابرول به د هېوادوالو د عزتمند ژوند هیله بېرته راژوندۍ کړي او خلک به د هېواد پرېښودو ته اړ نه کړي. هغه ویلي دي چې افغانستان یوازې د ځوانانو د استعداد او پوهې په مټ کولی شي د پرمختګ، ځان بسیاینې او ودې پر لوري حرکت وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې تېره ورځ، د رابطه العالم الإسلامی سازمان عمومي منشي، محمد بن عبدالکریم عیسا، په اسلامآباد کې یوې ځانګړې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په اسلام کې د نجونو د زده کړو لپاره هېڅ دیني محدودیت نشته.
نوموړي د افغانو نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو دریځ ننګولی او ویلي یې دي: «هغه کسان چې د اسلام په نوم د نجونو د تعلیم مخنیوی کوي، له دین ناسم او غیر موجه تفسیر وړاندې کوي. د ښځو او نجونو تعلیم یوازې د هغوی حق نه دی، بلکې د اسلامي ټولنو د پرمختګ اړتیا ده.»
خو لاهم په افغانستان کې د نجونو تعلیم او زده کړه منع دي او طالبانو تر دې مهاله په خپل دریځ کې د بدلون لپاره هېڅ اراده نه ده ښودلې.