
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له هند څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه له څلور اړخیزې سیمهییزې ډلې سره یوځای شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، پرون «سهشنبه، د غبرګولي ۲۵مه» له خبریالانو سره د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې د روسیې، چین، پاکستان او ایران لپاره د افغانستان د وضعیت په اړه له هند سره همکاري تر ټولو «معقول» اقدام دی.
لاوروف په دې کنفرانس کې غوښتنه کړې چې دهلی باید د مسکو، بیجینګ، اسلامآباد او تهران د څلور اړخیزې ډلې برخه شي. سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د غونډو په برخه کې د هند ګډون د روسیې له نظره ډېر مهم بللی دی.