افغانستان

whatsapp_image_2023-10-02_at_11.30.01_a6751f52.jpg

طالب چارواکی: د ښځو د حقونو غصب له کبله، سل کاله مو هم څوک په رسمیت نه پېژني

د طالبانو د برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د دغې ډلې د رهبرۍ لخوا د ښځو پر وړاندې د اعمال شويو بندیزونو په غبرګون کې وايي چې سل کاله هم تېر شي، طالبان به په رسمیت ونه پېژندل شي. 
13980813000742_Test_PhotoN.jpg

ایراني چارواکی: اروپا غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي

یو ایراني چارواکی، د افغانستان پخوانیو سفیرانو له ولکې څخه د ډیپلوماتیکو مرکزونو وتلو ته په اشارې وايي، چې اروپایي هېوادونه غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او دا بهیر یې رسماً پیل کړی دی.
Zalmai-Rassoul.jpg

په بریتانیا کې د افغانستان دپلماټيک مرکز طالبانو ته سپارل کېږي

له بریتانیا څخه یوه معتبره سرچینه طرز پرس ته تاییدوي چې د افغانستان د سفارت ودانۍ به په نږدې وخت کې طالبانو ته وسپارل شي. طرز پرس - د بریتانیا په سفارت کې د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې، دا اقدام د کوربه هېواد او طالبانو تر منځ د تفاهم پر اساس ترسره کېږي.
1-1630852593.jpg

جنرال فیض حمید ته د طالبانو ګرم چای، اسلام آباد لپاره ساړه پایلې درلودې

د پاکستان چارواکو د دې هېواد د استخباراتو پر پخواني مشر جنرال فیض حمید سختې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې په کابل کې د تود چای څښل، اسلام آباد لپاره ېې ساړه پایلې لرلي او د دواړو هېوادونو تر منځ امنیتي ستونزې یې نه دي حل کړي.
maxresdefault.jpg

له پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه د طالبانو لیکو ته د سرتېرو جلب او جذب

طالبانو اعلان کړی چې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له بېلابېلو ولسوالیو څخه د خپل د اردو لیکو ته ۳۴۰ تنه ځوانان په فوق العاده توګه جذب کړي دي.  طرز پرس- د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځوانان د مسلکي نظامي زده‌کړو لپاره د «حضرت عبدالله بن مسعود جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ» ته معرفي شوي دي.
FyFEfPXagAIDc7Q.jpg

سراج الدین حقاني: نړېواله ټولنه د افغانستان د کنګل شويو شتمنیو د خلاصون لپاره مرستې وکړي

په داسې حال کې چې نړېواله ټولنه له طالبانو سره خپل هر ډول تعامل په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو مشروط کړي دي؛ خو د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني له نړېوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په اوسني بحراني شرايط کې د افغانستان لاسنیوی دې وکړي.  
OIP.jpeg

کرملین: له طالبانو سره اړیکې جوړول مهم او ضروري دي

کرملین اعلان وکړ چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید له طالبانو سره چې ځان اوسني واکمنان بولي، خپلې اړیکې پیاوړې کړي. طرز پرس - د روسیې تاس خبري آژانس نن شنبه، د وږي ۱۷مه، د کرملین د ویاند دیمتري پسکوف په حواله راپور ورکړی چې له افغانستان سره د ګډې پولې له کبله، ګاونډي هېوادونو لپاره غوره ده چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
16zUvhNfS4De.jpg

د طالبانو مشر: له هغو اختلافاتو څخه ډډه وکړئ چې د بې باورۍ او ناکامۍ لامل کېږي

تر هغو اوازو وروسته چې ګواکې د طالبانو د لوړپوړو غړیو تر منځ ژور اختلافات موجود دي، د دغې ډلې مشر ملا هِبت الله یوځل بیا ټینګار کړی چې له اختلافاتو څخه باید ډډه وشي.
16zUvhNfS4De.jpg

رهبر طالبان: از اختلافات که منجر به بی اعتمادی و ناکامی می‌شود، اجتناب کنید

به دنبال نشر شایعات مبنی بر موجودیت اختلافات عمیق داخلی در میان اعضای ارشد طالبان، ملا هِیبت الله رهبر این گروه یکبار دیگر تاکید کرده است که از اختلافات باید خودداری کرد.
unitednationssecuritycouncil-3201.jpg

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د امر بالمعروف قانون د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د امر بالمعروف قانون او ټول هغه قوانین چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لګوي، سمدستي لغوه کړي.