په داسې حال کې چې نړېواله ټولنه له طالبانو سره خپل هر ډول تعامل په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو مشروط کړي دي؛ خو د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني له نړېوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په اوسني بحراني شرايط کې د افغانستان لاسنیوی دې وکړي.
طرز پرس- د طالبانو دغه جګپوړي نن شنبه د وږي۱۷مه، په کابل کې د نیشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون په پرانست غونډه کې وویل، که نړېواله ټولنه په نورو برخوکې مرستې نه کوي، لږ تر لږه دې له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خلاصون لپاره مرسته وکړي.
سراج الدین حقاني په افغانستان کې د بې وزلۍ او روږدو وګړو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه: «نړېواله ټولنه دې خپل اسلامي او انساني مسوولیتونو له مخې افغانانو ته د کار د پیدا کولو او همداراز د روږدو وګړو د درملنې په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.» د طالبانو د دغه جګپوړي غړي لخوا دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کيږي چې نړېواله ټولنه بیا وايي، له طالبانو سره د تعامل تر ټولو مهم شرط په افغانستان کې د ښځو حقونو او زده کړو ته درناوی کول دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې خپل ټول وضع شوي محدودیتونه لغوه کړي او ګواښ یې کړی چې دا سختدريځي له نړېوالې ټولنې سره د طالبانو د تعامل په برخه کې وروستیو هڅو ته زیان رسوي.
سراج الدین حقاني: نړېواله ټولنه د افغانستان د کنګل شويو شتمنیو د خلاصون لپاره مرستې وکړي
طرز پرس
17 سنبله 1403