د طالبانو مشر: له هغو اختلافاتو څخه ډډه وکړئ چې د بې باورۍ او ناکامۍ لامل کېږي

طرز پرس

17 سنبله 1403

16zUvhNfS4De.jpg

تر هغو اوازو وروسته چې ګواکې د طالبانو د لوړپوړو غړیو تر منځ ژور اختلافات موجود دي، د دغې ډلې مشر ملا هِبت الله یوځل بیا ټینګار کړی چې له اختلافاتو څخه باید ډډه وشي.
طرز پرس - د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا هِبت الله اخوندزاده دا څرګندونې د جمعې په ورځ د وږي۱۶مه، د طالبانو د ۲۱۷ قول اردو مسوولانو او ځینو علماوو سره په یوه لیدنه کې مطرح کړي دي. د طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، ملا هِبت الله د ۲۱۷ قول اردو چارواکو څخه غوښتنه کړې چې له خپلو مشرانو اطاعت وکړي. خبرپاڼه د طالبانو د مشر په حواله ليکلي: «له هر ډول اختلافاتو څخه چې د بې باورۍ او ناکامۍ لامل ګرځي، ډډه وکړئ او اتحاد او یووالي ته لومړیتوب ورکړئ.»
د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي چې د دې ډلې مشر په دې لیدنه کې امنیتي مسوولانو ته د ښې حکومت‌ولۍ په اړه لازمې سپارښتنې هم کړې دي.