کرملین اعلان وکړ چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید له طالبانو سره چې ځان اوسني واکمنان بولي، خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
طرز پرس - د روسیې تاس خبري آژانس نن شنبه، د وږي ۱۷مه، د کرملین د ویاند دیمتري پسکوف په حواله راپور ورکړی چې له افغانستان سره د ګډې پولې له کبله، ګاونډي هېوادونو لپاره غوره ده چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. د روسیې دولت دغه ویاند ویلي چې له طالبانو سره اړیکې، د افغانستان د اوسنیو واکمنانو په توګه، یو مهم او ضروري امر دی.
هغه د قرغیزستان د اقدام په اړه چې د «طالبانو» نوم یې د منع شویو ډلو له نوملړ څخه لرې کړی، وویل چې قرغیزستان ته د یو ګاونډ په توګه پکار وو چې خپلې اړیکې له طالبانو سره پیاوړې کړي.
د قرغیزستان حکومت نن رسماً تایید کړه چې د «طالبانو» نوم یې د ترهګریزو ډلو له لیست څخه ویستی دی. د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا اقدام له پراخو ارزونو وروسته او په سیمه کې د ثبات د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی.
کرملین: له طالبانو سره اړیکې جوړول مهم او ضروري دي
طرز پرس
17 سنبله 1403