ایراني چارواکی: اروپا غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي

طرز پرس

19 سنبله 1403

13980813000742_Test_PhotoN.jpg

یو ایراني چارواکی، د افغانستان د پخوانیو سفیرانو له ولکې څخه د ډیپلوماتیکو مرکزونو وتلو ته په اشارې وايي، چې اروپایي هېوادونه غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او دا بهیر یې رسماً پیل کړی دی.
طرز پرس - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سید رسول موسوي، دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د وږي په ۱۹مه نېټه، په خپل «اکس» پاڼه کې وکړې. نوموړي وويل، د پخوانيو سفیرانو له ولکې څخه د افغانستان د ډیپلوماتیکو مرکزونو یو په بل پسې وتل، دا مانا لري چې اروپایي هېوادونه غواړي ځان کابل ته نږدې کړي. موسوي په دې تویت کې زیاته کړه چې «اروپایي هېوادونه له دې اقدام سره غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې جوړې او پراخې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په لندن کې د افغانستان سفارت هم تازه اعلان کړی چې د کوربه هېواد په غوښتنه به د دغه سفارت دروازه وتړل شي. په لندن کې د افغانستان له سفارت څخه یوه معتبره سرچینه تېره ورځ طرز پرس ته تایید کړه چې ښايي سفارت طالبانو ته د سپارلو لپاره تړل کيږي. تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو چې د آلمان په برلین او بن کې د افغانستان ډیپلوماتیک مرکزونه هم تړل شوي دي.