د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د امر بالمعروف قانون او ټول هغه قوانین چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لګوي، سمدستي لغوه کړي.
طرز پرس - د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دولسو غړیو نن جمعه، د سپټمبر ۶مه، دغه ګډه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې طالبان باید د افغان ښځو غږ ته درناوی وکړي او د ښځو د زدهکړې، کار، آزادیو او د هغوی بشري او انساني حقونو په برخه کې د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ښځو حقونو او آزادیو ته درناوی کول «د یو باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره اړین دي.»
د دغې اعلامیې پر بنسټ چې یوه کاپي یې طرز پرس ته رسېدلې، «د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ټولو هېوادونو او سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې د یاد سازمان د منشور له مخې خپل نفوذ د دغو سیاستونو او کړنو د سمدستي لغوه کېدو لپاره وکاروي.»
په اعلامیه کې همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځ له نړیوالې ټولنې سره ددغې ډلې تعامل ستونزمن کوي او په دې برخه کې ترسره شوي ګډې هڅې هم کمزوری کولی شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دولسو غړیو زیاته کړې چې دغه سازمان د افغان ښځو ستونزو ته د سمدستي حل او د هغوی د آزادۍ لپاره ژمن دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د امر بالمعروف قانون د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه
طرز پرس
16 سنبله 1403