جنرال فیض حمید ته د طالبانو ګرم چای، اسلام آباد لپاره ساړه پایلې درلودې

طرز پرس

18 سنبله 1403

1-1630852593.jpg

د پاکستان چارواکو د دې هېواد د استخباراتو پر پخواني مشر جنرال فیض حمید سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې په کابل کې «تود چای څښل» نه یوازې د اسلام آباد امنیتي ستونزه نه ده حل کړې، بلکه پاکستان لپاره یې ډېرې بدې او منفي پایلې لرلي دي.
طرز پرس - دا څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار، درې کاله وړاندې کابل ته د جنرال فیض حمید د سفر په غبرګون کې کړي دي.
جنرال فیض حمید درې کاله مخکې، د طالبانو له بیا واکمنۍ څو ورځې وروسته، کابل ته راغی او په داسې حال کې چې د چای پیاله یې په لاس کې وو د طالبانو له چارواکو سره په ګډو عکسونو کې ښکاره شو. د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار دغه سفر ته په اشارې سره ویلي دي چې «د یوې پیالې چای څښل» نه یوازې دا چې د اسلام آباد امنیتي ستونزې حل نه کړې، بلکې پاکستان لپاره ډېر ساړه او منفي پایلې یې لرلي دي.
پاکستاني رسنیو یکشنبه، د وږي ۱۸مه، د اسحاق دار په حواله راپور ورکړی چې هغه د طالبانو په تړاو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر سیاستونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د خان او د هغه د ټیم سیاستونه په پاکستان کې د ناامنۍ د زیاتوالي لامل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې بې‌سارې خرابې شوې دي او وسله والو جګړه مارانو په پاکستان کې خپلې حملې زیاتې کړې دي. د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې چې تېره اونۍ خپور شوی و، پاکستان هره ورځ له سلو څخه ډېر پوځي عملیات د وسله والو پرضد ترسره کوي.
د پاکستان چارواکو تل ویلي چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې پلان او تنظیم کېږي، خو طالبانو دا څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې وسله وال، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، په هغه هېواد کې مشخص ادرسونه لري.