تازه خبرونه

6XOXPVQBJVHLNAT7TR5R6RCCBU.jpg

په افغانستان کې د رسنیو بحراني وضعیت په اړه د یونما تازه راپور

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت «یوناما» تازه په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ له بحراني حالت څخه پرده پورته کړې او طالبان یې په قصدي ډول د رسنیو په ځپلو تورن کړی دی.
GdPFnYLbIAAgmql.jpg

د سرګي شویګو او طالبانو لیدنه: د روسیې او افغانستان ترمنځ د سیاسي تعاملاتو نوی ګام

د روسیې د فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي، سرګي شویګو، نن په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وکتل. دا لیدنه د طالبانو له لوړپوړو امنیتي او سیاسي چارواکو سره وشوه او پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو سربېره، د سیمې پر وضعیت متمرکزه وه.
afghan-women-pakistan-protest.jpg

د طالبانو یو چارواکی: د ملا هبت‌الله ځینې فرمانونه منطقي نه دي

برتانوي ورځپاڼې تلګراف په خپل تازه راپور کې د افغانو ښځو پر وړاندې د سختو سیاستونو په اړه د طالبانو د چارواکو ترمنځ له ژورو کورنیو اختلافاتو پرده پورته کړې ده. دې ورځپاڼې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې د طالبانو د مشر، ملا هبت‌الله اخوندزاده ځینې فرمانونه «منطقي» نه دي.
GdENoruXkAAj8LW.jpg

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو رغولو لپاره د چین نوې هڅې

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي ناندرۍ په اوج کې، افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه طالبانو ته معلومات ورکړي؛ خو د ارګ په خبرپاڼه کې د دغو معلوماتو په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره شوي.
23b377ba-3f29-478d-ad71-d8709ec49c2e.jpg

مکعب: د سعودي پرمختګ لپاره د شهزاده محمد بن سلمان یوه مهمه پروژه

سعودي عربستان بیا د یوې لویې پروژې له لارې د نړۍ پام ځان ته اړولی دی. دا پروژه، چې ډېر ژر به په پلازمېنه ریاض کې د نړۍ تر ټولو لویه ودانۍ نندارې ته وړاندې کړي، د «مکعب» په نوم ۴۰۰ متري لوړوالی لرونکې یوه څلور کنجه بڼه ودانۍ ده. دا پروژه د سعودي د ملي پرمختګ د پلان برخه ده چې د یوې پرمختللې او پایښت لرونکې راتلونکې لپاره جوړه شوې ده.
Pashto (1) (1).jpg

د خیبر په پاراچنار کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا اړوند پاراچنار سیمه کې د بېګاه شپې نښتې له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي. د پاکستان امنیتي مسوولین وايي چې دا جګړه د «فرقو» ترمنځ د شیعه وګړو پر یو کاروان له خونړي برید وروسته پیل شوې ده.
Congress.jpg

د امریکا کانګرس له افغان متحدینو څخه د ملاتړ لایحه تصویب کړه

د امریکا کانګرس «د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغان متحدینو د لېږد همغږي کوونکي دفتر قانون» (کی‌یر) په نوم یوه لایحه تصویب کړه. دا لایحه د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره جوړه شوې چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی دی.
2276636_0_19_1000_582_1920x0_80_0_0_d54405d911025a4f88c8b495e774d5b7.png

د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

ځایي سرچینې وايي چې تېره شپه د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې یوولس کسان د نامعلومو وسله‌والو لخوا په ډزو وژل شوي دي. ځینې باخبرې سرچینې وایي چې دغه کسان د بې غږ وسلو پر مټ په نښه شوي
OIP (1).jpg

د تلویزیون نړیواله ورځ او د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د تصویري رسنیو بحران

د تلویزیون نړیوالې  ورځې له رارسېدو سره سم، په افغانستان کې د تصویري رسنیو د بحراني وضعیت په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز او د رسنیو ملاتړي بنسټونه، لکه نی او د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان، د طالبانو له خوا د ټاکل شویو محدودیتونو او پر رسنیزه فضا باندې د دغو محدودیتونو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالو یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې له رسنیو او د بیان له ازادۍ څخه د ملاتړ لپاره ګام واخلي.
2e7fc3be-72af-4be7-9e9d-6a487b54a714.jpg

د امریکایي محصلينو توغندی تاریخي ریکارد جوړ کړ

د سویلي کالیفورنیا پوهنتون محصلینو د افترشاک ۲ (Aftershock II) توغندي په توغولو سره د اماتور توغندیو په برخه کې نوی نړیوال ریکارډ ثبت کړ. دغه توغندی تېره میاشت ۴۷۰ زره فوټه (۱۴۳,۲۵۰ متره) لوړوالي ته ورسېد او د اماتور توغندیو تر ټولو چټک او لوړ توغندي په توګه وستایل شو. دې لاسته راوړنې د ۲۰۰۴ کال پخوانی ریکارډ،