د امریکا کانګرس له افغان متحدینو څخه د ملاتړ لایحه تصویب کړه

حامیه نادري

طرز پرس

2 قوس 1403

Congress.jpg

د امریکا کانګرس «د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغان متحدینو د لېږد همغږي کوونکي دفتر قانون» (کی‌یر) په نوم یوه لایحه تصویب کړه. دا لایحه د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره جوړه شوې چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی دی.

د کانګرس استازې دینا تیتوس، په دغه مراسم کې وویل چې هدف یې د هغو افغانانو خوندي تخلیه او ځای پر ځای کول دي چې «په زړورتیا یې د امریکايي پوځیانو، ډیپلوماتانو او مرستندویو کسانو ترڅنګ کار کړی او اوس د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.» هغې زیاته کړه: «د دې لایحې تصویب د امریکا د دولت دوامداره ژمنتیا څرګندوي چې د دې کسانو ساتنه وکړي.»

د کی‌یر ۲۰۲۴ لایحه، د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د افغان اتباعو د لېږد د هڅو د همغږۍ دفتر رسمي کوي او د درې کلونو لپاره یې واکونه پراخوي. دې واکونو کې د خدماتي قراردادونو تمدید او د اړوندو سازمانونو ترمنځ د مالي سرچینو انتقال اسانتیاوې شاملې دي.

د کی‌یر دفتر، چې په ۲۰۲۲ کال کې جوړ شوی، مکلف دی چې مستحق افغانان په خوندي ډول امریکا ته انتقال کړي. دا دفتر د فدرالي ادارو، غیردولتي سازمانونو او نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ فعالیت کوي.

د دې لایحې له تصویب سره، د کی‌یر دفتر چې مخکې یې محدود واکونه لرل، اوس قانوني حیثیت ترلاسه کړی او د افغان متحدینو په ملاتړ کې به مهم رول ولوبوي. لایحه اوس د بیا کتنې لپاره سنا ته لېږل شوې ده.