
د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت «یوناما» تازه په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ له بحراني حالت څخه پرده پورته کړې او طالبان یې په قصدي ډول د رسنیو په ځپلو تورن کړی دی.
یوناما نن «سهشنبه د لیندۍ ۶مه» د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د مطبوعاتو د ازادۍ په وضعیت باندې یو راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې په افغانستان کې د بیان آزادۍ پراخ ځپل شوی دی او د رسنیو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. راپور په ډاګه کوي چې له ۲۰۲۱ کال څخه را په دېخوا، لسګونه رسنۍ تړل شوې او ډېر شمېر خبریالان، په ځانګړي ډول ښځې، له سختو محدودیتونو او امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي.
په دې راپور کې د طالبانو له خولې ویل شوي چې په تبعید کې جوړې شوې فعالیت د دوی لپاره د منلو وړ نه دي او فعالیتونه یې «غیرقانوني» بللی دی. یوناما خبرداری ورکړی چې د رسنیو د ازادۍ ځپل او د خبریالانو ملاتړ نه کول، افغانستان د یوه ازاد او فعالې ټولنې له جوړېدو څخه بېبرخې کړی او معلوماتو د خلکو لاسرسی یې په جدي ډول اغېزمن کړی دی.
په راپور کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ په اړه خپلې کړې ژمنې پوره کړي او داسې شرایط برابر کړي چې خبریالان او رسنۍ پرته له وېرې خپل فعالیتونه ترسره کړي.