د جعفر ایکسپریس د مسافرو په نوملړ کې ابهام؛ ۲۰۰ کسان ورک دي

طرز پرس

22 حوت 1403

GlxP1ImagAALrZF.jpeg

د پاکستان په جعفر ایکسپریس ریل ګاډي باندې د بلوڅو بېلتونپالو له برید یوه ورځ وروسته په ډاګه شوه چې د دې ریل ګاډي د ۲۰۰ مسافرو هویت او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته او دا کسان بیخي ورک دي.

معلومات په ډاګه کوي چې د پاکستان حکومت د جعفر ایکسپریس په ریل ګاډي کې د ۲۰۰ مسافرو هویت پټ ساتلی دی او یو شمېر سرچینې وايي چې ښایي دا کسان د پاکستان د پوځ غړي وي.

د طرز پرس لخوا د را ټول شویو معلوماتو پر بنسټ، د جعفر ایکسپریس ریل ګاډي لپاره ۷۰۰ تکټونه پلورل شوي دي، خو د پاکستان حکومت په دغه ریل ګاډي کې یوازې د ۵۰۰ مسافرو د حضور پخلی کړی دی.

د امریکا غږ خبریال رحمان بونیري هم په خپل اکس پاڼه کې په دې اړه پوښتنې راپورته کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت لخوا یو شمېر حساس معلومات له خلکو پټ ساتل کیږي.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دا ۲۰۰ کسان څوک دي، خو بلوڅو جلا غوښتونکو ادعا کړې چې دوی ډېر شمېر پاکستاني پوځیان او دولتي ملیشې نیولي دي.

بل پلو، د پاکستان دولتي رسنیو تازه راپور ورکړی، چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې ۲۷ برید کوونکي وژلي دي او ۱۵۵ مسافر یې آزاد کړي دي، خو پاتې نور مسافر او په ځانګړي ډول پاکستاني پوځیان، لاهم د بلوڅ جلا غوښتونکو په ولکه کې دي.