
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، د امریکا استازې دوروتي شي وویل چې واشنګټن د دوحې په بهیر کې د طالبانو د ريښتيني مشارکت په اړه شک لري. هغې د امریکايي اتباعو د «ناعادلانه» نیولو او د ترهګریزو ډلو د ملاتړ په اړه د طالبانو سابقې ته په اشارې سره وویل چې باور جوړول له دې ډلې سره ستونزمن دي.
خو نوموړې زیاته کړه چې امریکا د امنیت شورا له غړو سره د نړیوال اجماع د ساتلو لپاره همکارۍ ته چمتو ده.
د دوحې پروسه، چې د افغانستان په اړه د نړیوالې همغږۍ لپاره پیل شوې، تر اوسه درې ناستې ترسره کړي دي. لومړۍ ناسته د طالبانو او مدني ټولنو د استازو له ګډون پرته جوړه شوه. طالبانو په دویمه ناسته کې د خپلو شرایطو د نه منل کېدو له امله ګډون ونه کړ، او په دریمه ناسته کې یې د ښځو او مدني ټولنې له استازو سره مخالفت وکړ.
د طالبانو یو اړخیز چلند د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړي او د امریکا وروستۍ څرګندونې ښيي چې واشنګټن لا هم له دې ډلې سره مشروط تعامل ته لېوالتیا لري؛ خو څنګه چې لېدل کیږي تراوسه په دې برخه کې هېڅ راز پرمختګ نه دی شوی.