
تورخم بندر، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي، اتلس ورځې کیږي چې تړلی پاتې دی. د دې اوږدمهاله بندیدو له کبله، د اقتصادي بحران ترڅنګ، مسافر، سوداګر او هغه ناروغان چې طبي خدماتو ته اړتیا لري، له پراخو ستونزو سره مخ دي. د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ پرلهپسې مذاکرات تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې، او د دې ستراتیژیکې لارې د بېرته پرانیستلو لپاره دیپلوماتیکې هڅې له کړکېچ سره مخ شوې دي. په تازه اقدام کې، د دواړو هېوادونو د قومي مشرانو او سوداګرو په ګډون یو غونډه وشوه، خو دا غونډه هم بېپایلې ختمه شوه.
په دې غونډه کې، چې د طالبانو له لوري ۴۱ استازو او د پاکستان یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و، افغان استازو ټینګار وکړ چې سوداګریزې مسئلې باید له سیاسي کړکېچونو څخه جلا شي او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې نور دې د تورخم بندر د سیاسي فشار د وسیلې په توګه نه کاروي. په مقابل کې، پاکستاني لوري د طالبانو لهخوا د خط دیورند پر اوږدو د تأسیساتو د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې دغه اقدامات دې تر لږ تر لږه د کوچني اختر له پای ته رسېدو پورې ودرول شي. سره له دې خبرو، کومه مشخصه هوکړه ونه شوه، او دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې خپلې غوښتنې به د کابل او اسلامآباد لوړپوړو چارواکو ته وړاندې کړي او په نږدې راتلونکي کې به بیا مذاکرات وکړي.
په ورته وخت کې، د آناتولي خبري آژانس راپور ورکړی چې د طالبانو ځواکونه او پاکستاني سرحدي ځواکونه په تورخم کې پر دوه ورځني اوربند توافق ته رسېدلي دي. دا اوربند د یکشنبې له ورځې پیل شوی او تر سېشنبې پورې به دوام وکړي، خو د تمې خلاف، په دې موده کې به بندر لا هم تړلی پاتې شي، او د بېرته پرانیستل کېدو کومه هیله نه تر سترګو کېږي. دا هوکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو اوونیو کې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې درې وسلهوالې نښتې شوي دي. طالبانو تأیید کړې چې په دغو نښتو کې یو تن د دوی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. سربېره پر دې، لږ تر لږه اته افغان ملکي وګړي، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. د ډېورند کرښې هاخوا، پاکستاني رسنیو هم د خپلو ملکي وګړو او سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
له سیمې څخه ځايي سرچینې طرز پرس سره په خبرو کې ویلي چې د تورخم بندر تړل کېدل پراخ اقتصادي او انساني زیانونه اړولي دي. دا بندر، چې د افغانستان یو له مهمو وارداتي او صادراتي لارو څخه دی، د اساسي توکو د بیو د لوړوالي، د خلکو د اړتیا وړ موادو ته د لاسرسي د کمښت، او د انساني بحران د لا ژورېدو لامل شوی دی. له بلې خوا، سلګونه باروړونکي موټر، چې خرابېدونکي توکي پکې بار دي، د ډېورنډ په دواړو غاړو کې بند پاتې دي، چې دا چاره د سوداګرو لپاره ستر مالي زیانونه اړوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري یې سخته زیانمنه کړې. پر دې سربېره، زرګونه افغانان، چې د درملنې لپاره پاکستان ته سفر کوي، د بندر د تړل کېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
کارپوهان باور لري چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، د تورخم پرلهپسې تړل کېدل د پاکستان له لوري پر طالبانو د یو فشار په توګه کارول کیږي. د دواړو هېوادونو اړیکې په وروستیو میاشتو کې خورا ترینګلې شوې دي، او پاکستاني چارواکي طالبان تورنوي چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي، چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي. په ورته وخت کې، تورخم یوازې یو سوداګریز بندر نه، بلکې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د واک په سیالۍ کې یو حساس ټکی ګرځېدلی او هر ډول بدلون یې د سیمې پر ثبات ژور اغېز کولی شي.
سره له ټولو هڅو، لا هم روښانه نه ده چې دا د تورخم بندر به کله بېرته پرانیستل شي. که راتلونکي مذاکرات هم بېنتیجه پاتې شي، نو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د لا ډېرو شخړو، او د ډېورند کرښې په اوږدو کې د اقتصادي او انساني بحران د لا پراخېدو احتمال به نور هم زیات شي.