طالبانو د پیوستون تلویزیون د نشراتو مدیر نیولی او زنداني کړی دی

طرز پرس

22 حوت 1403

456094827_1051911513313415_8356834373524683654_n.jpg
باوري سرچینې وایي چې د «پیوستون» تلویزیون د نشراتو مدیر، بریالی بریال منگل، د طالبانو له‌خوا نیول شوی او بندي شوی دی.
 
تر اوسه د هغه د نیول کېدو اصلي لامل نه‌دی روښانه، خو سرچینې وایي چې نوموړی د ارزګان ولایت د چهارچینې ولسوالۍ کې د یوې کم عمرې جینۍ د واده خبر له خپرولو وروسته د امر بالمعروف ادارې له‌خوا لومړی احضار او بیا زنداني شوی دی. سرچینې زیاتوي چې دا جینۍ نابالغه وه او د ۱۲ میلیونه افغانیو په بدل کې یوه ۷۲ کلن سړي ته پلورل شوې وه.
 
څو موده وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې بله نجلۍ د ۹ میلیونه پاکستانیو کلدارو په بدل کې پلورل شوې وه. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.