د خیبر په پاراچنار کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي

طرز پرس

3 قوس 1403

Pashto (1) (1).jpg
د خیبر پښتونخوا اړوند پاراچنار سیمه کې د بېګاه شپې نښتې له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د پاکستان امنیتي مسوولین وايي چې دا جګړه د «فرقو» ترمنځ د شیعه وګړو پر یو کاروان له خونړي برید وروسته پیل شوې ده.
بل پلو له سیمې څخه یو شمېر سرچینې طرز پرس ته وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي او لاهم په پاراچنار کې وضعیت عادي حالت ته نه ده را ګرځېدلې.
دغو سرچینو بېګاه شپه ویلي وو چې برید د زینبیون ترهګرې ډلې لخوا ترسره شوی دی.
زینبیون د ایران په ملاتړ د شیعه ملیشو یوه ډله ده چې په ځانګړې توګه د پاکستان پاراچنار، کویټه او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې فعالیت کوي. دا ډله د ایران د نیابتي جګړو د ستراتیژۍ برخه ګڼل کېږي او نړیوال یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه په رسمیت پېژني.